د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو کسانو د پنجاب د پخواني والي زوی تښتولی


وسله والو کسانو د پنجاب د پخواني والي زوی تښتولی
وسله والو کسانو د پنجاب د پخواني والي زوی تښتولی

پاکستاني پولیس وایي نامالومو وسله والو کسانو د جمعې په ورځ د پنجاب د ایالت د پخواني والي زوی تښتولی دی.

د پنجاب والي د روان میلادي کال په لومړیو میاشتو کې اسلام ته د سپکاوي د جنجالي قانون پر سر د اعتراضونو له امله وژل شوی ؤ.

پنجاب د ایالت چارواکي وايي چې پولیسو او استخباراتي ادارو د پنجاب د ایالت د پخواني والي سلمان تاثیر د زوي شهباز تاثیر د پیدا کولو لپاره ستر عملیات په لاره اچولي دي. شهباز تاثیر د جمعې د ورځې په سهار دلاهور د ښار د ګلبرګ په سیمې کې وتښتول شو.

عیني شاهدان وایي چې شهباز تاثیر د خپل دفتر په لور په موټر کې روان ؤ چې تښتونکو د هغه د موټر مخه ونیوله او هغه یې د ځان سره په موټر کې کښیناوه.

په لاهور کې د پولیسو یو تن ویاند رانا نظر حیات پدې اړه داسې وایي:

" ټولې هغې لارې مو بندې کړیدي چې لاهور ته پرې خلک راځي او یا د لاهور نه اوځي. یو شمیر اشخاصو ته هم دنده خاصه دنده ورکړل شویده چې د هغه ځای ځایګی مالوم کړی او که خدای کړل ډیر ژر به مونږ د هغه موقعیت پیدا کړو. "

دا په روانې میاشت کې دویم ځل دی چې د لاهور په ښار کې یو مهم کس تښتول کیږي خو تر اوسه هیڅ کومې ډلې د هغه د تښتولو مسؤلیت په غاړه ندی اخیستی. دوه اونۍ وړاندې وسله والو کسانو د امریکا د پراختیایي چارو یو تن کارپوه وارین وینسټن هم د لاهور په ښار کې د هغه د کاله نه وتښتاوه او تر ننه یې څرک ندی لګیدلی.

که څه هم چې تر دې دمه د شهباز تاثیر د ځای ځایګي په اړه چارواکو ته تر اوسه څه مالومات نشته خو د هغه خپلوانو داسې ویلي دي چې د تندلارو ډلو لخوا ورته ګواښونه شوي ؤ.

شهباز تاثیر د څو سترو کمپنیو مشر دی چې د هغه د پلاره اود پنجاب د ایالات د پخواني والي سلمان تاثیر نه ورته پاتې دي. سلمان تاثیر د روان میلادي کال د جنوري په میاشت کې د خپل یوه ساتونکي لخوا په ډزو کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG