د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ وایي د لشکر جنگوي ډلې مشر یې وژلی دی


عکس: ارشیف د لشکر جنگوي پخوانی مشر مالک اسحق او د هغه ملگري

د پاکستان د تروریزم ضد قواو د لشکر جنگوي د سخت دریځې فرقوي ډلې نوی مشر او د هغه درې نور ملگري وژلي دي. دغه ډله په پاکستان کې له فعالیت منع شوې ده.

د پاکستان امنیتي مقاماتو د چارشنبې په ورځ وویل چې د لشکر جنگوي ډلې نوی مشر اصف چوتو یې چې د رضوان په نوم هم مشهور و د پنجاب ایالت په ختیځ کې یې د عملیاتو په ترڅ کې وژلی دی.

د پاکستان د پنجاب ایالت د ترهگرۍ ضد ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې رضوان اوس د لشکر جنگوي مشري کوله.

دا په داسې حال کې دي چې ١٨ میاشتې دمخه د لشکر جنگوي پخوانی مشر مالک اسحق هم په ورته عملیاتو کې وژل شوی و.

لشکر جنگوي یوه سني مذهبه سخت دریځه او د هغو بې شمیره ملیشه ډلو له جملې څخه ده چې په پاکستان کې فعالیت کوي. دغې ډلې په پاکستان کې د سلگونو ملکي وگړو په ځانگړې توگه د شیعه مذهبو د وژلو ادعاوی کړې دي.

د لشکر جنگوي د ډلې د مشر سره یوځای ددې ډلې درې نور غړي هم وژل شوي دي چې د ترهگرۍ ضد ادارې په وینا دغه ډله په لاهور کې د یوې ترهگریزې حملې د کولو پلان درلود.

په اعلامیه کې ویل شوي دي چې دغه تروریستان د وژنو یوه بې رحمه دستگاه وه.

XS
SM
MD
LG