د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د ګوزڼ سرتاسري کمپاین او د کرونا د پېښو زیاتېدل


په پاکستان کې پداسې حال کې د پولیو ناروغۍ (ګوزڼ) د واکسیناسیون کور په کور کمپاین پیل شو چې دغه ۲۲۰ میلیون نفوس لرونکی هیواد د کروناویروس د نوې څپې په وړاندې په مبارزه بوخت دی.

پاکستان د ګاونډي افغانستان سره یو ځای د نړۍ له دوو هیوادونو څخه دی چې د پولیو ویروس په کې په مختلفو سیمو کې موجود دی او ددې معیوب کوونکي ناروغۍ د له منځه وړل په کې یوه ستره ننګونه ده.

د ملي روغتیا په چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار فیصل سلطان ویلي چې د دوشنبې د ورځې څخه پیل شوي دغه پنځه ورځني کمپاین کې به ددې هیواد ۴۰ میلیونه ماشومان واکسین شي چې عمرونه یې تر پنځو کالو لاندې دي.

ښاغلي سلطان وویل د پاکستان په ۱۵۶ ولسوالیو کې حکومت ۲۸۵۰۰۰ تنه ګمارلي چې د پولیو دوه څاڅکي واکسین د پلي کولو پروسه بشپړه کړي.

دغه کمپاین پداسې حال کې ترسره کیږي چې د اسلام آباد په ګډون د پاکستان په ځینو سیمو کې مقاماتو د کروناویروس د نوې څپې د مخنیوي په مقصد محدودیتونه لګولي دي.

د کروناویروس د پیل راهیسې د پاکستان د حکومتي شمیرو له مخې پدې هیواد کې ۱۴۳۰۰ کسان ددې وبا په وجه مړه شوي او تر اوسه ۲۶۰۰۰۰ کسان پرې اخته شوي دي.

پاکستاني مقاماتو ویلي چې د کروناویروس په مثبتو پیښو کې ۱۲ فیصده زیاتوالی راغلی دی پداسې حال کې چې څو اونۍ مخکې دغه شمیره په سلو کې درې وه.

له بلې خوا د پولیو ضد کمپاین په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې پر واکسین کوونکو باندې د بریدونو په وجه له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

اسلامپاله یاغیان د پولیو واکسین د حکومت د یوې هڅې په توګه ګڼي چې ګواکې د دوی په هکله استخباراتي معلومات راټولوي او همداشان په لریو پرتو سیمو کې سخت دریځه مذهبي ډلې د پولیو کمپاین یوه غربي دسیسه ګڼي چې په ادعا یې ماشومان یې خصي کوي.

XS
SM
MD
LG