د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان او پاکستان کې ماشومان ملالې ته دعا کوي


په افغانستان او پاکستان کې ماشومان نن، څوارلس کلنې ملالې یوسفزۍ ته چه طالبانو په سر کې په ټوپک ویشتلی ده، دعا کوي.

پاکستاني طالبانو ملاله یوسفزۍ د سې شنبې په ورځ چې د ښوونځۍ نه د کور پر خوا روانه وه په سرکې وویشتله.

ملاله یوسفزۍ په دې مشهوره ده چې د صوات په دره کې یی خپل کور ته نژدې سیمه کې د نجونو د تعلیم دپاره تبلیغ کوی او د طآلبانو ظلونه یی غندل.

د پاکستان صدراعظم راجا پرویز اشرف، په یوسفزۍ باندې دغه حمله یو بشري جنایت او د پاکستان په اخلاقي او اجتماعی ارزښتنو حمله بللې ده.

پاکستاني پولیسو د جمعی په ورځ څو مشکوک کسان نیولي دي. پاکستانی چارواکي وایي دغه کسان د صوات په دره کې په هغه ځای کې چې یوسفزی ویشتل شوی وه ، نیول شویدي.
XS
SM
MD
LG