د لاس رسي وړ اتصالات

د ملالې کورنۍ بریتانیې ته رسېدلې


د۱۵ کلنې ملالې یوسفزۍ کورنۍ بریتانیې ته رسېدلې ده چې د ټپي شوي ملالې سره په هغه روغتون کې وګوري چیري چې یې درمنله کېږي.


د ملالې د کورنۍ غړي د سې شنبې په ورځ د پاکستان څخه برتیانیې ته روان شول چې د ملکه الیزیبت په روغتون کې د ملالې عیادت وکړي. د ملالې پلار ضیاالدین یوسفزی نن د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې لور یې مخ پر رغېدو ده او دا چي دوي ډیر خوشحاله دي.

یو ورځ مخکي د ملالې پلار ویلي وو چې لور به یې د درملنې وروسته بیرته پاکستان ته ستنه شي. دا د اکټوبر د ۹ مې نېټې راهیسي کله چې ملاله د سوات په سیمه کې د طالبانو له خوا وویشتل شوه، لومړی ځل دی چې نوموړي د مطبوعاتو سره د ستنېدو په هکله خبري کړي دي.

ملاله وروسته له هغه نه وویشتل شوه چې د ښوونځي نه د کور پر خواه روانه وه. هغې په سیمه کې د طالبانو د ظلمونو پر ضد مبارزه کوله او د ښځو د ښوونې او روزنې دپاره یې کار کاوه.

د ټپي کېدو راهیسي د هغې روغتیايي وضیعت نازک بلل شوی دی.
XS
SM
MD
LG