د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرگي برید پاکستان کې ۲۳ کسه ووژل


جماعت الاحرار ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی
جماعت الاحرار ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی

د خیبر پښتونخواه ایالت د مردان په ښار کې د سرشمیرنې د ملي ادارې د دخولي دروازې مخ ته په ځانمرگي چاودنه کې درد برویشت کسان وژل شوي او په لسگونو نور ټپیان شوي دي.

د مردان ښار د پولیسو مرستیال سید وزیر محلي رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکی پر موټرسایکل سپور و او کله چې دروازې ته رانژدې شو خپل چاودیدونکي توکي یې وچول. هغه زیاته کړه چې مقاماتو د ځانمرگي شخص پاتې شوې په نښه کړي او پلټنې روانې دي.

روغتیایي کارکوونکي وایي چې د ټپیانو حالت خراب دی او ښایي د پیښې د مړو شمیره اوچته شي.

جماعت الاحرار په نامه ډله چې د داعش سره تړلې ده، دی ددې برید مسولیت په غاړه اخیستی دی. د امریکا غږ ته په یو استول شوي پیغام کې د دې ډلې ویاند ویلي دي چې د سرشمیرنې په ملي ادارې یې ځکه برید کړی دی چې دا اداره د پاکستان د ترهگرۍ ضد جگړې یوه برخه ده.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني د امریکا غږ ته په یو ځانگړي پیغام کې لیکلي دي چې دا ډله د مردان ښار د بمي سره سره تړاو نه لري ځکه "په ملکي وگړو برید زمونږ پالیسي نه ده."

په یو پیغام کې چې د سه شنبې په ورځ رسنیو ته استول شوی، تحریک طالبان پاکستان ادعا کړې ده چې په ٢٠١٥ کال کې د دوی په ځانمرگو او نورو بریدونو کې نژدې ٧٠٠ کسان وژل شوي دي. دوی زیاته کړې ده چې اکثر وژل شوي کسان د امنیتي او سیاسي ادارو کارکوونکي وو.

د وسله والو ډلو دغه ایتلاف د مرگ ژوبلې په شمیرو کې په مبالغې مشهور دی.

XS
SM
MD
LG