د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د کور دننه او بهر د نوو اقداماتو خبر ورکړ


پولیس د مارچ په شپاړسمه په پیښور کې د چاودنې تحقیق کوي.
پولیس د مارچ په شپاړسمه په پیښور کې د چاودنې تحقیق کوي.

د پاکستان جګپوړي ملکي او نظامي مشرتابه د سه شنبې (جون ۷) د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ټولو هغو ځواکونو د ځپلو تصمیم ونیو چې د هغوئ اند، مجرمې او دښمنې ګڼل کیږي.

دا تصمیم د راولپنډۍ په رهبري مرکز کې د پاکستان د ملکي او نظامي مشرانو ترمنځ ونیول شو.

پدې بیړنۍ غونډه کې د اوبو، انرژۍ او دفاعي چارو فدرال وزیر خواجه آصف، د ماليي وزیر إسحاق ډار، د بهرنیوچارو سلاکار سرتاج عزیز، په بهرنیوچاروکې خاص معاون طارق فاطمي او د بهرنیو چارو لپاره منشي اعزاز احمد ګډون کړې و. په نظامي مقاماتو کې د اردو مشر جنرال راحیل شریف، د آی.اس.آی رئیس جنرال رضوان اختر او نورو پوځي مقاماتو برخه لرله.

د مرکزي استخباراتو د عامه اړیکو شعبې اعلامیه خپره کړې او وایي ټولو مشرانو د پاکستان په بهرنیو او کورنیو امنیتي مسایلو جدي بحثونه لرل. اعلامیه وایي سره لدې چې د سیمه انکشافي مسایلو اړوند خبرې وشوې، د پاکستان د ثبات او سمسورتیا په مقابل کې د مشخصو خلکو پرضد د جدي اقداماتو فیصلې وشوې.

په اعلامیه کې لیکل شوي چې ٫٫د سیمې د ثبات لپاره پاکستان بیا خپله ژمنه تازه کوي او دا روښانه کوي چې ورانکارو استخباراتي ادارو او د هغوئ ملګرو ته به اجازه ورنکړي چې د پاکستان دننه ستونزه پراخه کړي٬٬. اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان مشرتابه پریکړه کړې د هیواد ملي ګټې به خوندي کوي او په موثره توګه به د هرډول بیروني فشار مخنوی کوي.

پدې غوڼډه کې د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي کوریډور په هکله هم خبرې وشوې او دا تصمیم ونیول شو چې په ټول قوت سره باید د مشخصو ډلو د مخالفت سربیره به ددی پروژې د تکمیل لپاره هڅه وشي.

د ۴۶ میلیارده ډالرو په ارزښت دا کوریډور چې د سرکونو، اورګاډوپټلیو او پايپ لینونو یوه ګډه پروژه ده، د چین نا امنه لویدیځه سیمه سینګیان د پاکستان د ګوادر بندر له لارې د عرب بحیرې سره وصل کوي.

د سه شنبې ورځې پدې غوڼډه کې د می په یوویشتمه په بلوچستان ایالت کې د امریکا د بی پیلوټه الوتکې د برید په اړه بحث وشو چې وایي د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه شوې، او نه یوازی دا چې دوه اړخیزه باور یي ټکنی کړې بلکې د څلور اړخیزه کاري چوکاټ د غړو د موافقې پراساس يي د أفغانستان د سولې پروسه د سوال لاندې راوستله.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG