د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په غرونو کې د یخچالونو ویلي کېدو د سیلابونو خطر رامنځ ته کړی


د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د شونټر سیمه د ځمکې پر مخ جنت بلل کیږي خو په دې غرنۍ سیمه کې د یخچالونو ویلي کېدو د تازه سیلابونو جاري کېدو ګواښ رامینځته کړی دی.

د ځنګلونو ډک غرونه، ځړوبي (آبشارونه)، جهيلونه، یخچالونه، چينې او د واورو ډکې د غرونو څوکې ښایسته ننداره ده خو اوس د اقلیم بدلون پر دې په زړه پورې منظرو باندې اغیز کوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په وینا، د واورې دا یخچالونه د لا نورو سیلابونو سبب کیږي، نور جهيلونه رامنځته کوي او د ۷ میلیونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

د محمد لقمان په نوم یو تن رضاکار وايي: "په کومه کچه چې یخچالونه خوځي، زه اندیښمن یم چې که دا یخچالونه ونړیږي لکه څنګه چې تیر کال په ګلګت بلتستان کې وو او په پاکستان کې سیلاب راغی، نو د دې سیمې ۱۵۰۰۰ اوسېدونکي به له خطر سره مخامخ شي."

په ۲۰۱۰ کې، سیلابونو د شونټر په درې کې ډیری زیربناوې ویجاړې کړې، فصلونه او کورونه یې زیانمن کړل او ځمکه یې خرابه کړه.

په شونټر کې د دومیل پاین د کلي اوسیدونکو ولیدل چې د سیلاب اوبه په چټکۍ سره په سیند کې ډېرېږي. دغه سیند د دوی د کورونو په څنګ کې بهیږي.

ددې کلي ۷۵ کلن اوسیدونکی محمد رشید مغل وايي، د تېر کال سېلاب پلونه، کورونه او هر څه د ځانه سره وړي دي. هغه وايي: "سږ کال په غرونو کې سخته واوره شوې ده، که سږ کال یخچالونه ویلي شي او سېلاب راشي، پاتې کلي به هم له منځه ولاړ شي. موږ یواځې په خدای تکیه کوو نور څوک مو مرسته نه کوي."

پاکستان د ۷۰۰۰ نه ډیر یخچالونه لري چې دا په نړۍ کې د نورو هیوادونو نه زیات دي. په دغه کې شاوخوا ۳۳ خطرناک ګڼل شوي، او له کبله یې د اوو میلیونو نه ډیر خلک د خطر سره مخامخ دي.

د کشمیر د اقلیم د بدلون د څانګې مرستیال ډاکټر سردار محمد رفیق وايي: "د ازاد کشمیر یخچالونه په ۲۰۰۰ کال کې ۱۵۱۱۱ هکټاره وو ، خو په ۲۰۱۷ کې ۱۱۳۵۰ هکټارو ته راښکته شوي دي. په ۱۷ کلونو کې شاوخوا ۴۰۰۰ هکتاره راښکته شوی چې دا د پام وړ کمښت دی."

په دې دره کې ډیری خلک پر کرنه تکیه کوي، چې پدې برخه کې هم په تیرو دوو کلونو کې د اقلیم بدلون ناوړه اغیز کړیدی.

د شونټر اوسېدونکې طاهره خانم وايي: "په هغه ځای کې اوس هم واوره ده، چې په اوړي کې به ورته موږ خپل څاروي بېول، که واوره ویلې نه شي، نو موږ به خپل څاروي چیرته بیایو؟ په داسې حالت کې موږ د خپلو څارویو د خوراک برابرولو او ساتلو توان نه لرو."

تېر کال، د بې ساري سېلابونو د پاکستان درېیمه برخه د اوبو لاندې کړه او په ټول هېواد کې یې ۱۷۰۰ کسان ووژل. مسئولین وايي، په جنوبي اسیا کې شاوخوا ۲۲۰ میلیونه خلک د اقلیم د بدلون له امله سخت ځپل شوي دي.

پاکستان اټکل کوي چې سېلابونو تر ۳۳ میلیونه ډېر خلک اغېزمن کړي، چې زیاتره یې په سند او بلوچستان ایالتونو کې دي.

XS
SM
MD
LG