د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني پخواني سفیر د هر ډول جنجالي یاداښت سره تړاو رد کړ


د پاکستاني پخواني سفیر د هر ډول جنجالي یاداښت سره تړاو رد کړ

د پاکستاني پخواني سفیر د هر ډول جنجالي یاداښت سره تړاو رد کړ

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني د هغه یاداښت سره هر ډول تړاو رد کړی دی چې وايي په کښي د امریکا نه مرسته غوښتل شوې وه چې د پاکستان د پوځ د یوې احمتالي کودتاه مخنیوی دي وکړي.

د پاکستان په سترې محکمې کې د لومړي ځل دپاره د راښکاره کیدو وروسته حسین حقاني وویل چې هغه د یادشوي جنجالي لیک په لیکولو او استولو کې هیڅ رول نه درلودی. د ښاغلي حقاني مدافعې وکیل وویل چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله ښايي دغه پخوانی ډیپلومات بیا ونشي کړی چې محکمې ته حاضر شي.

دغه لیک د امریکا پخواني لوی درستیز جنرال مایک مولن ته لېږل شوی و.

ددغه لیک پر سر جنجالونه د اکتوبر په میاشتې کې هغه مهال راپورته ته شول چې د منصور اعجاز په نامه پاکستاني الاصله امریکايي سوداګر د فایننشل ټایمز په ورځپاڼې کې په واشنګټن کې د امریکا پر سفیر حسین حقاني باندي تور ولګاوه چې ددغه لیک د لیکولو غوښتنه یې ځیني کړې ده.

د امریکا د پوځ چارواکي وايي چې پخواني لوی درستیز ته دغه راز یو یاداښت استول شوی و خو هغه ورته د اعتیبار وړ سند په سترګه ونه کتل.

حقاني د نومبر په میاشتې کې پاکستان ته شتون شو او وروسته یې خپل استعفا وړاندي کړه.

د پاکستان سترې محکمې د درو قاضیانو یو کیمسون وټاکی چې ددغه جنجالي یاداښت په هکله هر اړخیزې پلټنې وکړي.

XS
SM
MD
LG