د لاس رسي وړ اتصالات

د جنجالي لیک اصلي عیني شاهد وايي د بندي کیدو له امله پاکستان ته نه ځي


د جنجالي لیک اصلي عیني شاهد وايي د بندي کیدو له امله پاکستان ته نه ځي

د جنجالي لیک اصلي عیني شاهد وايي د بندي کیدو له امله پاکستان ته نه ځي

د هغه مخفي لیک اصلي عینی شاهد چې لیک یې په پاکستان کې سیاسي بحران رامنځ ته کړی دی خپل مدافع وکیل ته ویلي دي چې نه غواړي د شاهدۍ ورکولو دپاره پاکستان ته ولاړ شي، ځکه ویرېږی چې هلته به بندي شي.

د دغه پاکستاني الاصله امریکایي تاجر منصور اعجاز وکیل وایي د هغه موکل غواړي چې خپل شهادت په بل ځای کې ریکارډ کړي او د پاکستان د سترې محکمې کمسیون ته یی چې د دې رسوایۍ تحقیق کوي، واستوي.

دغه کمیسون د هغه نا امضا شوي لیک په هکله تحقیق کوي چې ویل کیږي د پاکستان ملکي حکومت پکښی د پاکستان د پوځ په مهارولو کې مرسته غوښتې ده. دغه لیک د اسامه بن لادن د وژل کیدو نه وروسته لیږل شویدی.

اسامه بن لادن د دوه زره او یوولسم کال د مې د میاشتې په پای کی د امریکا په هوایي حمله کې وژل شویدی.

ددغه لیک په هکله معلومات ، د اکتوبر په میاشتې کې ، هغه وخت خپاره شول چې اعجاز وویل چې دغه لیک، حسین حقاني چې هغه وخت په امریکا کې د پاکستان سفیر و، لیکلی دی.

حسین حقاني وویل چه هغه دا لیک نه دی لیکلی خو هغه د دې جنجال له کبله استعفی وکړه.

XS
SM
MD
LG