د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په کوټه کې پر یوې مدرسې برید کړی


دا چې ولې پر دې مدرسې چاپه وهل شوې، پاکستاني چارواکو په دې هکله تراوسه توضیحات نه دي ورکړي.
دا چې ولې پر دې مدرسې چاپه وهل شوې، پاکستاني چارواکو په دې هکله تراوسه توضیحات نه دي ورکړي.

پاکستاني ځواکونو د کوټې د ښار په جنوب لویدیځ کې پر یوې مدرسې باندې چاپه وهلې او شاوخوا ۱۰۰ افغانانان یې چې د ترهګرو سره د تړاو شک پرې دی نیولي دي.

د ایالتي حکومت ویاند انورالحق کاکړ امریکا غږ ته وویل چې نیول شویو کسانو اسناد نه درلودلل. چارواکو د مدرسې ځیني کتابونه هم ظبط کړي دي.

دغه مدرسه د عبدالله بن زبیر د مدرسې په نامه یادیږي.

چاپه د بوسا منډۍ په سیمه کې وهل سوې او د برید وروسته مدرسه تړل سوې ده. د نیول شویو کسانو څخه اوس تحقیقات کېږي.

دا لا معلومه نه ده چې د شنبې د ورځې چاپه ولي وهل سوې ده خو په هغه سیمه کې چې چاپه وهل شوې هلته زیات شمیر افراطیان اوسیږي چې د افغاني طالبانو په شان ډلو سره اړیکې لري.

افغان چارواکو په واري واري دا ادعا کړې ده چې طالبان په کوټه کې میشتې د کوټې د شورا څخه هدایت اخلي چې د طالبانو د رهبرۍ شورا ده. افغان چارواکي دغه راز هڅه کوي چې په همدې خاطر پر اسلام اباد باندې فشار وارد کړي چې د خپلې خاورې څخه طابان وباسي. خو پاکستاني چارواکي بیا دغه تورونه ردوي.

پاکستانیان دا مني چې د افغان کډوالو په مینځ کې چې په دې ایالت کې اوسیږي ښايي طالبان هم پټ وي.

د روان کال د مې په میاشت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو مشر ملا اختر منصور د بلوچستان په ایالت کې چې کوټه یې مرکز دی، ووژل سو.

د شبنې په ورځ د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي وویل چې امنیتي ځواکونو د نوشکې په سیمه کې د اسلامي دولت د ډلې او القاعدې ۶ غړي نیولي دي. دغه سیمه د افغانستان او ایران سره په سرحد کې موقعیت لري.

ښاغلي بوګټي وویل چې په نیول شویو کسانو کې د داعش یو مهم قوماندان هم شامل دی. نوموړي زیاته کړه چې دغه قوماندان ځوانان افراطیت ته هڅول او تربیه کول یې چې سوریې د جګړې دپاره ولاړ شي. هغه په هکله نور جزیات ورنکړل.

د یادونې وړ ده چې پاکستاني چارواکو په دې ورستیو کې په دغه هیواد کې د هغو افغانانو پرضد سخت دریځ غوره کړی دی چې په بلوچستان او خیبر پښتونخواه کې په غیر قانوني ډول اوسیږي او په سلګونو کسان یې نیولي او افغانستان ته یې بیرته شړلي دي.

XS
SM
MD
LG