د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان احمدي مذهبي اقلیت، د افراطیت ضد جگړې قربانیان


هغه اعلامیې چې د پاکستان د سخت دریځو ډلو له خوا خپریږي په څرگنده اعلانوي چې احمدي ډلې خلک باید ووژل شي
هغه اعلامیې چې د پاکستان د سخت دریځو ډلو له خوا خپریږي په څرگنده اعلانوي چې احمدي ډلې خلک باید ووژل شي

د پاکستان د پنجاب ایالت د چناب نگر په سیمه کې د احمدي لږکیو استازي شکایت کوي چې دوی د نیشنل اکشن په نامه د یوې پراخې ملي ستراتیژۍ له مخې چې په دې هیواد کې د دیني تروریزم سره د مبارزې لپاره جوړه شوی له پخوا زیات ځپل کیږي.

هغوی شکایت لري چې د پنجاب حکومت د دیني ترهگرۍ سره د مبارزې په پلمه د هغو کتابونو په گډون چې د احمدي فرقې بنسټ ایښوونکي میرزا غلام احمد چې هغوی یې خپل مسیحا گڼي، د هغوی د ټولو دیني او تعلیمي کتابونو خپرول او ویشل منع کړي دي.

د افراطیت سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ هغه نسخې چې د امریکا غږ تر لاسه کړي په هغوی کې ویل شوي دي چې ددې فرقې کتابونه له خیانت نه ډک دي او د هیواد د مختلفو اتباعو ترمنځ د دښمنۍ احساسات پراخوي.

د احمدي لږکیو یو استازی سید قمر سلیمان وایي هغوی د پنجاب والي ته یو لیک استولی او له هغه یې غوښتي چې لږ تر لږه دا څرگنده کړي چې د دوی د دیني ادبیاتو کومه برخه د کرکې او دښمنۍ حس پراخوي. خو هغه ځواب ونه وایه، هغوی حتی مونږ ته د ځواب ویلو زحمت هم نه مني.

د دیني تروریزم سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ په بنسټ د احمدي ټولنې غړي نه شي کولای هغه کتابونه چې منع کړای شوي واخلي او یا هغه په پخلو کتابتونونو کې وساتي. حتی د هغوی هغه ویب پاڼې چې د هغوی کتابونه یې آنلاین خپرول، هغه هم تړل شوي دي.

د احمدي فرقې یو غړی امیر محمود وایي، هغه حتی نه شي کولای چې هغه کتابونه ترلاسه کړي چې د احمدي فرقې د بنسټ ایښونکي په اړه دي چې خپلو اولادونه پرې وروزي.

د پنجاب د چناب نگر د سیمې د یوې کتابخانې خاوند محمد ناصر وایي د هغه په کتابخانه کې د موجودو دوه سوه زرو کتابونو څخه یې ٧٥ زره کتابونه له منځه وړي دي.

د احمدي فرقې د لارویانو عقیده

د پاکستان د نورو اقلیتونو برخلاف احمدیان ځان مسلمان او د اسلام د پیغمبر حضرت محمد ص لارویان گني. خو هغوی د احمدي فرقې بنسټ ایښونکی میرزا غلام احمد خپل مسیحا او مهدی آخر زمان گڼي. په هغه هیواد کې اکثریت مسلمانان په دې باور دي چې د احمدي فرقې لارویانو د اسلام اساسي اصل بدل کړی او له دې کبله له کافرو څخه هم بد دي.

هغه اعلامیې چې د سخت دریځو ډلو له خوا خپریږي په څرگنده اعلانوي چې احمدي ډلې خلک باید ووژل شي.

د احمدي فرقې پر ضد سیاسي اسلامي غورځنگونه ددې سبب شوي چې د پاکستان په اساسي قانون کې بدلون راشي. د پاکستان د اساسي قانون له مخې په ١٩٧۴ کال هغوی غیر مسلمان وگڼل شول او ورپسې په ١٩٨۴ کې یو بل قانون هغوی له دې منع شول چې ځانه ته مسلمان ووایي. هغوی له آذان کولو څخه منع شوي دي. او آذان وکړي درې کاله بندي کیږي.

قانوني ردونه

د احمدي فرقې د کتاب د منع کولو تر څنگ د سږکال په لومړیو کې د پنجاب په ایالت کې بې وزلو خلکو ته د دولتي استوگن ځایونو په یو اعلان کې چې په یوه محلي ورځپاڼه کې چاپ شوی و له ټولو درخواست کوونکو څخه غوښتل شوي وو چې قسم وخوري چې هغوی احمدي نه دي.

د امریکا غږ هڅه وکړه چې په دې هکله د پنجاب د حکومتي مقاماتو نظر ترلاسه کړي خو بریالي نشو.

د بشري حقونو د فعالینو سره چې ددې رپوټ په هکله ورسره خبرې وشوې، دا مسله د هغوی د حیرانتیا سبب نه شوه. د سیاسي مشرانو سره چې خبرې وشوې یا هم د احمدي فرقې په وړاندې له تبعیض نه پښیمانه دي او یا هم په دې هکله له څرگندونو نه ډاریږي.

د امریکا غږ د اردو څانگې د خبریالې عایشه تنظیم د رپوټ ژباړه

XS
SM
MD
LG