له پاکستان نه راپورونه وايي چې زرګونه سوني مسلمانانو د احمدیانو پر یو جومات برید کړی او سوځولی یې دی.
په اسلام اباد کې زرګونه کسان د مسلمانانو د پیغمبر د میلاد نمانځنې ته راټول شوي وو چې غوڅه یې راوپارېدله او د احمدیانو پر جومات یې برید وکړ.
برید د اسلام اباد په څنډو کې د چکوال په ولسوالۍ کې شوی دی، د دغې ولسوالۍ مرستیال کمېشنر، محمود جاوید، وايي چې په برید کې یو شمېر کسان ژوبل شوي هم دي، خو دقیقه شمېره یې نه ده ورکړې.
د اسوشیټډ اژانس وايي برید کوونکو په سیمه کې پر احمدیانو ډزې هم کړي دي.
د سیمې یو پولیس چارواکي، رشید احمد، وویل چې برید کوونکو د جومات ځینو برخو ته اور هم اچولی دی، چې بیا پولیسو خلک له سیمې وشړل او حالت یې کابو کړ.
د پاکستان پارلمان په ۱۹۷۴ کال کې احمدیان غیر مسلمانان اعلان کړل او له هماغې راهېسې اسلامپالي پرې وخت ناوخت بریدونه کوي.
میرزا غلام احمد په ۱۹ پېړۍ کې د هند په لویې وچه کې د احمدیه مذهبي ډله جوړه کړه چې پلویان یې اوس غلام احمد پیغمبر بولي، او همدغه ټکی یې د نورو مسلمانانو سره د اختلاف اصلي ژرړه ده.