د لاس رسي وړ اتصالات

یوې ځانګړې محکمې د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف د خیانت په پنځو جرمونو باندي رسماْ تورن کړی دی چي دا اقدام په یوه داسي هېواد کي چي د تاریخ زیاته برخه یې پوځي اقتدار تشکیلوي د ملکي حکومت دپاره یو مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

ښاغلي مشرف پر ځان باندي لګېدلي تورونه رد کړل او د بې ګناهۍ ادعا یې وکړه. که چیري هغه محکوم سي نو د اعدام په سزا باندي محکومېدلای سي.

د محکمې په وړاندې په یوې وینا کي ښاغلي مشرف وویل چي هغه خاین نه دی او د خپل واک په موده کي یې د پاکستان لاسته راوړنې بیان کړې.

د تیرکال د ډیسمبر د میاشتې راهیسې کله چي د هغه محاکمه پیل شوه، د دوشنبې ورځ یې دویم ځل و چي هغه د محاکمې په اوږدو طی مراحلو کي ګډون وکړ. د چارو کارپوهان وايي چي په محکې کي د هغه دوامداره حضور به ښايي پوښتنې راپورته کړي ځکه داسي برېښي چي د هغه مدافع وکیلان به د هغه په استاځیتوب باندي د محکمې نه غوښتنه وکړي چي ښاغلي مشرف ته اجازه ورکړي چي ډوبۍ ته د خپلې ناروغي مور عیادت ته ولاړ سي. ویل کېږي چي قاضي به په دې هکله د دوشنبې په ورځ پریکړه وکړي.
XS
SM
MD
LG