د لاس رسي وړ اتصالات

ګیلاني: د ناټو او امریکا سره به پر تړونونو د سره غور وشي


ګیلاني: د ناټو او امریکا سره به پر تړونونو د سره غور وشي
ګیلاني: د ناټو او امریکا سره به پر تړونونو د سره غور وشي

پاکستان نن د یکشنبې په ورځ د هغو ۲۴ پاکستاني سرتیرو د جنازې مراسم ترسره کړل چې د شنبې په ورځ په قبایلي سیمو کې د ناټو په هوايي برید کې ووژل شول. په مخکینیو ریپوټونو کې د تلفاتو شمیر ۲۶ تنه بلل شوی و.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیهاني د هغو مشرانو په ډله کې و چې د جنازې په دې مراسمو کې یې برخه اخیستې وه. د دغو قربانیانو تابوتونه د پاکستان په ملي بیرغ کې رپیدلي په هوايي الوتکو کې د هغوي اړوندو ښارونو ته انتقال شول.

د ناټو عمومي منشي اندراس فاګ راسموسن نن د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ته د شنبې د ورځې د غمګینې او غیرې ارادي پېښې په هکله د ډاډ ګیرنې مراتب وړاندي کړل.

ښاغلي راسمون په یوې بیانیې کې وویل چې هغه د پاکستان لومړي وزیر ګیلاني ته خپل د ډاډګیرنې په مراتبو کې لیکلي دي چې د پاکستاني سرتیرو وژل کیدل هموغمره د نه منلو وړ دي لکه چې د افغانستان سرتیري او نړیوال سرتیري چې دي . د ناټو عمومي منشي راسموسن وویل چې هغه د ناټو د اوسنۍ څیړنې ملاتړ کوي چې په دې برخه کې جریان لري.

د یکشنبې په ورځ وختي د پاکستان د باندنیو چارو وزیرې حنا رباني کر د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن ته وویل چې د پاکستان پر پوځي پوستو باندي هوايي برید چې په کښي ۲۴ سرتیري ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول، د منلو وړ خبره نه ده. نوموړې زیاته کړه چې دغه راز حملې د انسان د ژوند دپاره بشپړه بې حرمتي څرګندوي.

پاکستان د غبرګون ښودلو په موخه، د ناټو د اکمالاتي کاروانونو پر مخې ټولې سرحدي لارې وتړلې او دغه راز یې امریکا ته امر وکړ چې د ۱۵ ورځو په ترڅ کې دي ددغه هیواد د بلوچستان د ایالت نه خپل هوايي اډه وباسي.

د پاکستان لومړي وزیر، د پوځ او حکومت نورو مشرانو د شبنې په ورځ وویل چې د آمریکا، ناټو او آیساف سره به د همکاریو پر ټولو تړونونو باندي د سره غور وکړي. دغو مشرانو د یادشوې خونړۍ حملې د مسولینو پرضد د چټکو اقداماتو غوښتنه وکړه.

پاکستان پر هغې پریکړې باندي هم غور کوي چې راروانه میاشت په بن کې د افغانستان په هکله په نړیوال کنفرانس کې برخه واخلي کنه؟

XS
SM
MD
LG