د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پارلمان: ناټو دې له پاکستان نه بخښنه وغواړي


د پاکستان د پارلمان ېوه جرگه گۍ غوښتنه کړي چې ناټو دې دهغه برېد له امله معذرت وغواړي، چې تېرکال سهوا دپاکستان او افغانستان په سرحد کې د دوی 24 تنه عسکر پکښې ووژل شول.

د پاکستان اولسي جرگې او مشرانو جرگې دواړو خونو نن د سه شنبې په ورځ مشترکه غونډه وکړه. په دغه غونډه کې به هغوی دهغې کومېټې په سپارښتنو غور کوی چې داوظېفه ورسپارل شوي وه چې دامرېکا اوناټو سره په نوېو اړېکو او شراېطؤ باندې غور وکړي.

د دغه غور نه قریب پنځه میاشتې مخکې د دوی دوه اړخیزې اړیکې هغه وخت سړې شوي چه د ناټو عسکرو سهوا سره د پاکستان او ا فغانستان د سرحد په اوږدو کې ٢۴ پاکستانی عسکر ووژل.

د پارلمان دغې جرگه گۍ دغه پېښه بې له کوم دلېله او بې له کومی پارونې وبلله او وې وېل چې دادپاکستان پرخاوره او استقلال باندی بې شرمانه تېری دی.

رپوټ وايی چې واشنگټن، د ځانی تلفاتو له امله خوشېنی ښودلی وه او ېوه برخه مسوولېت ېې ددغه هوايی برېد له امله منلی و. خو تراوسه پورې ېې له دېنه انکار کړېدی چې بخښنه وغواړي. واشنگټن وايی چې د ناټوقواو دځان نه ددفاع له امله دغه اقدامات کړي وو.

پاکستان هغه وخت په دې ځواب ورکړ چې دامرېکا قواودی دپاکستان له مرکزونونه ووزی او دناټو داکمالاتو لاره ېې چی افغانستان ته دناټو دقواولپاره مواد ورورسوی، بنده کړه. دغی کومېټی داهم وېلی د ي چې که چېرې په آېنده کې لاره پرانېستل شی نو دناټو پرټولو اکمالاتو دې مالېه ولگول شی.

نور تفصېل :

دغه تجویزونه، چه تراوسه پوری نه دی خپاره شوی، توقع کیږی چې، افغانستان ته د ناټو د تدارکاتو لپارپه ځینوشرطونو، د پاکستان لاری بیرته خلاصی شی، او د امریکا سره د تروریزم بشپړه همکاری بیرته پیل شی.

زیاتره څارونکي توقع لری چه د پارلمان غړي به ، د یوی هفتی بحثونو وروسته دغه تجویزونه تصویب کړي.

د نوامبر په میاشتې کی سرحدی حملی د پاکستان او امریکا اړیکی چه هسی هم تیرکال په پاکستان کی د امریکا په مخفې عملیاتو کی د اسامه بن لادن د وژل کیدو ،او د پاکستان په قبایلی سیمې کی په جگړه مارانو باندی د امریکا د بی پیلوټه الوتکو د یو شمیر حملو په سر خړپړی شوی وی، لا پسې خرابی کړې.

دغی کمیټی همدغه راز د امریکا د بی پیلوټه الوتکو د حملود سمدستی بندولو غږ وکړ، وایی دغې حملې په خلکو کی د امریکا ضد احساسات را پاروی او افراطیت تشویقوی.

امریکایی مامورین وایی د بی پیلوټه الوتکو حملی، د طالبانو او القاعدی په ضد جنگ کی موثری دی. فکر کیږی چه دا حملی د پاکستان د پوځ په بشپړی اجازی عملی کیدی. امریکایی مامورینو په عام محضر کی په دی باره کی ندرتا خبری کولی.

اوس توقع کیږی چه د پاکستان د پارلمان غړی په دی بحث وکړی او بالاخره د پارلمانی کمیټی تجویزونه تصویب کړی. څارونکی وایی ، د پاکستان سره د امریکا د بشپړو دیپلوماتیکو اړیکو بیرته برقرارولو دپار دغه جریان ډیرمهم دی ، خو د پاکستان حکومت او پوځ ته، نه پارلمان ته په دی مسلی کی د نهایی پریکړی په باره کی خبرداری ورکوی.

XS
SM
MD
LG