د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ناټو په هوايي بمبارۍ اعتراض کړی


پاکستان د ناټو په هوايي بمبارۍ اعتراض کړی
پاکستان د ناټو په هوايي بمبارۍ اعتراض کړی

دناټو په مشرۍ قواوی په افغانستان کی وايی چی ددوی الوتکیو دافغانستان له سرحد نه اخو په پاکستان کی وروسته له هغه نه چی دافغانستان پر امنیتی قواوباندی حمله وشوله بمباری کړیده.

دناټو ایتلاف وايی چی ددوی هیلیکوپټرونه د جمعی په ورځ پاکستان ته اووښتی وو. دا کار هغوی وروسته له هغه نه وکړ چی یاغیانو دخوست په ولایت کی په یوه لیرې پوسته باندې حمله کړې وه.

په افغانستان کی دیره د سولی نړیواله قوه ایساف وايی چی له سرحد نه اخوا بمباری د شنبی په ورځ پیښه شوله او ۴٩ افراطیان پکی ووژل شول.

د پاکستان خارجه وزارت دوشنبی په ورځ په دغه برید باندی په ټینگه اعتراض کړیدی او وايی چی ددغه هیواد په استقلال او تمامیت باندی ښکاره تیری دی.

دا د هغه صلاحیت نه هم تیری دکوم پراساس چی ناټو په افغانستان کی عملیات کوی.

په دویم ځل د شنبی په ورځ دایساف دوه هیلیکوپټرونه سرحدی سیمی ته ولاړ ل او دیاغیانو له خوانه پری حملی وشوی اوتر حملو وروسته هغوی پری یاغیانو ډزی وکړی. دهیلیکوپټرونو په بمبارۍ کی څو تنه نور یاغیان هم ووژل شول.

ناټو وايی چی لږتر لږه ٣٠ په دغه بمباری کی وژل شویدی. خو افغان چارواکی وايی چی لږتر ږله ٦٠ کسان وژل شویدی. دایتلاف قواوی وايی چی په دغه بمباری کی ملکیان ندی وژل شوی.

رپوټونه وايی چی امریکا په دغه سیمه کی د بی پیلوټه الوتکیو بریدونه کوی خو د پیلوټ لرونکیو الوتکیو بریدونه ډیر کم دی.

په یوبل خبر کی د پاکستان د چارواکیو له قوله ویل شویدی چی دامریکا بی پیلوټه الوتکی ددوشنبی په ورځ په شمال ختیځه سیمه کی پر یوه کورباندی دتوغندیو ډزی کړیدی او څلورتنه یی وژلی دی.

دغه برید دمیرانشاه په یوه کلی کی، ی د ددغه ښار جنوب ختیځ لوری ته پروت دی، وشو. میرانشاه د شمالی وزیرستان د قبایلی علاقی مهم ښار دی.

XS
SM
MD
LG