د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف: د پاکستاني طالبانو سره خبرې پیل شوي


د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف وایي چې د پاکستاني طالبانو د یوې کورنۍ څانګې سره مذاکرات پیل شوي دي.

خو د اسسوسیټیډ پرس اژانس رپوټ ورکړی دی چې نواز شریف ددغو مذاکراتو په اړه نور څه تفصیلات ورنه کړل. هغه دا هم ونه ویل چې د طالبانو کومه ډله د پاکستان د حکومت سره خبرو ته اماده شوې ده.

نواز شریف د پنجشنبی په ورځ وویل چې خبري باید دپاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کی دننه وشي که نه نو ستونزې به راپیدا شي.

طالبان د پاکستان اساسي قانون نه منی او د یوه شرعي نظام د نافذولو غوښتنه یې کړې ده. نواز شریف دا څرګندونې په لندن کې د بریتانیی د لومړي وزیر د مرستیال سره د ملاقات پر مهال وکړلې.

د پاکستان په یوه بل انکشاف کې دوې ځوانې چکي پیغلې چې سږکال د مارچ په میاشت کې په کوټه کې تښتول شوې وې، د چارشنبی په ورځ دواړه په یوې ویډیو کې راښکاره شولې او دا ویره یې څرګنده کړه چې که ژر آزادي نه شي نو وبه وژل شي.

دغه دواړې چکي میرمنې هغه مهال سړو تښتونکو ونیولې او ویې تښتولې چې چی په یوه کوچني سرویس موټر کې د افغانستان نه د بلوچستان په لاره هند ته تللې.

د رویټرز خبري اژانس وایي چې دا ویډیو په اسلام اباد کې د چک د جمهوریت سفارت ته رسیدلې او د چک دخارجه وزارت په وساطت د تښتول شوو پیغلو کورنیو خپره کړله. په ویډیو کې د ښتول شویو له جملې څخه یوه یې وايي چې،،زه ډیره ناروغه یم. سړي تښتونکي چې څه غواړي هغه ورکړیْ.،،


دغه میرمن چې په انګریزي ژبه غږیږي د چک د جمهوریت د حکومت او پاکستاني چارواکو نه غواړي چې د هغوي دخلاصون لپاره دې اقدام وکړي او دسړو تښتوونکو غوښتنې دي ومني.
داسي ښکاري چی نوموړې ویدیو سږکال په اګسټ کی ډکه شوې وي. د دې نه مخکي هم سږکال په جون کې د دغو میرمنو یوه ویډیو خپره شوې وه .







XS
SM
MD
LG