د لاس رسي وړ اتصالات

ممنون حسین د پاکستان نوی ولسمشر شو


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري خپله پنځه کلنه دوره دجمهوررئېس په توګه په رسمي توګه بشپړه کړه او د جمهوري ریاست چارې یې نوي ولسمشر ته وسپارلې.

په دې توګه ښاغلی زرداري د پاکستان په تاریخ کې لومړی منتخب ولسمشر دی چې خپله قانوني دوره سرته رسوي او واک بل منتخب ولسمشر ته سپاري. د یکشنبې په ورځ په خاصو مراسمو کې ښاغلي زرداری ته خدای پاماني وویل شوله .

نوي ولسمشر ممنون حسین ددوشنبې په ورځ د جمهوري ریاست نوې دوره په رسمي توګه پیل کړه.

ولسمشر زرداري پردې سر بیره چې ولسمشر وو، د پاکستان د پیپلز ګوند مشر هم وو. ښاغلی زرداري وروسته له هغه نه قدرت ته ورسېد چې د هغه میرمن پخوانۍ صدراعظمه بېنظیر بوټو په 2007 م کال د ډیسمبر په میاشت کې ووژل شوه.

په دې توګه ښاغلی زرداري په ٢٠٠٨ م کال کې واک ته ورسیدی. دهغه په غټو کارناموکې همدا کار چې د پاکستان په څیرهیواد کې چې نظامي کودتاګانې پکې ډېرې کېږي او ښاغلی زرداری په ډیموکراټیکه توګه قدرت وسپاره، غټه کارنامه ګڼل کېږي.

دا کار د پاکستان په تاریخ کې ساری نه لري. د پاکستان له تشکیل کېدو نه 66 کاله وتلي دي او په دې موده کې د پاکستان واکداري زیاته له پوځ سره وه.

XS
SM
MD
LG