د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني ځايي مشرانو پر حکومت غږ کړی چې په شمالي وزیرستان کې عملیات ونکړي


د پاکستان سلگونو قبایلي مشرانو، مذهبي مشرانو او جگړه مارانو د پاکستان په مقاماتو غږ کړیدی چې په دغه هیواد کې د جگړه مارو د وروستۍ پناهگاه په ضد نظامي عملیات و نکړي.

ملک نصرالله خان یو قومي مشر چې په دغه غونډه کې یې گډون کړی ؤ نن یې ددغې ډلې د تیري نه کولو تړون یاد کړ چې پوځ په شمالي وزیرستان کې د جگړه مارو د یو ډیر قوی رهبر حفیظ گل بهادر سره کړیدی.

گل بهادر ته وفادار قوماندانانو نن د شمالي وزیرستان د ایډاک په ښارگوټي کې په دغه غونډه کې گډون کړی و. پاکستاني مقامات گل بهادر دومره گواښ نه گڼي ځکه چه هغه په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې حملې کوي.

خو پوځ هیڅکله په رسمي ډول د تیري نه کولو د تړون په هکله څه نه دي ویلي.
امریکا وايي پاکستان پلان لري چې په راتلونکې ورځو کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو په ضد نظامي عملیات وکړي.
XS
SM
MD
LG