د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان بیا د پولې پر جنجال خبرې کوي


افغانستان او پاکستان د پولو د کنترول او سیمه اییز امنیت پر مهمو او خورا حساسو مسلو خبرې کوي.
افغانستان او پاکستان د پولو د کنترول او سیمه اییز امنیت پر مهمو او خورا حساسو مسلو خبرې کوي.

د اکسپرس تریبیون په قول د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني به ایران ته د سفر په ترڅ کې، په تهران کې دا مسله، د پاکستان د پوځي چارو د ملي امنیت سلاکار، ناصر خان جنجوعه، سره چې پدې وروستیو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحدي نښتو سبب شوي، را وسپړي. ورځپاڼه وایي د افغانستان او پاکستان تر منځ خبرې به په راتلونکی اونۍ کې وشي.

راتلونکې اونۍ کې به دا خبرې پداسې حال کی تر سره شي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې هم د همدی نښتو او جنجالونو له کبله خړې پړې شوې دي.

پاکستان وایي غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ له پولې څخه پرغیر قانوني تلونکو راتلونکو باندی د کلک څار نوی میکانیزم عملی کړي. هغه میکانیزم چې ددې هیواد له خوا د جون د میاشتې په لومړۍ نیټې معرفي شو نو اوس هر افغان ته دا ضروري ده چې پاکستان ته د ننوتلو دپاره له ځانه سره د سفر رسمي اسناد ولري.

ددې نه وړاندې زرهاو هغه افغانان به چې پولې ته نږدې په سیمو کې یی ژوند کاوه، پاکستان ته د کومې ویزې یا پاسپورت نه پرته داخلیدل خو اوس دا کورنۍ لدې کبله د سختو کړاونو سره مخ دي.

پاکستانی چارواکي ټینگار کوي چې تندلاري ددې حالت نه گټه اخلي او د کلک څار د نشتوالي له کبله د پولو څخه په آزاد تگ راتگ په دواړو غاړو کې خپل تررستي فعالیتونه تر سره کوي.

افغانستان د پاکستان ددې نوي سیستم پر ناڅاپي پلي کولو نیوکه وکړه او وایي چې د خپل گاونډ سره یی د کومې مشورې او یا یی هم د خبرولو نه پرته دا سیستم عملی کړی دی.

تیره میاشت د پاکستان پر تورخم باندی د دروازې د جوړولو پر مسلې نښتې وشوې خو بیا وروسته دواړو خواوې په اوربند موافقه وکړه او د گډې کمیټې پر جوړولو باندې سلا شول څو دغې مسلې ته د حل یوه گډه لاره وموندل شي.

د پاکستان د صدراعظم سلاکار، جنجوعه، د خپل ایراني سیال علي شمخاني سره د پولو پر کنترول خبرې وکړې.
د پاکستان د صدراعظم سلاکار، جنجوعه، د خپل ایراني سیال علي شمخاني سره د پولو پر کنترول خبرې وکړې.

د ملي امنیت په چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار ناصر خان جنجوعه نن د خپل ایراني سیال د ایران د ملي امنیت د چارو سلاکار علي شمخاني، سره د دواړو هیوادونو تر منځ د پولو پر کنترول او سیمه اییز امنیت باندی خبرې وکړې.

جنجوعه پرون تهران ته د ایران د حکومت په بلنې او د صدراعظم نواز شریف تر منظؤرۍ وروسته هغه هیواد ته سفر کړی.

د نواز شریف د دفتر څخه په خپره شوې وینا کې راغلي چې، «ایران د پاکستان دپاره ورور هیواد او یو مهم گاونډی دی. د پاکستان دپاره دا سفر خورا ارزښت لري او هیله ده چې گټورې پایلې له ځانه سره ولري.»

XS
SM
MD
LG