د لاس رسي وړ اتصالات

پښتنو د پنجاب ضد مظاهره وکړه


ښاغلي اڅکزي وویل چې له سیال کوټ نه تر اسلام اباده پورې د ترهګرۍ او نورو تورنو له کبله له پښتنو سره بد چلن کیږي چې باید ودرول شي.
ښاغلي اڅکزي وویل چې له سیال کوټ نه تر اسلام اباده پورې د ترهګرۍ او نورو تورنو له کبله له پښتنو سره بد چلن کیږي چې باید ودرول شي.

د یکشنبې په ورځ د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند په مشرۍ سلګونه پښتانه د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې راټول شول او د دغه هیواد پنجاب ایالت د سیاسي او دولتي مشرانو پر ضد یې شعارونه ورکړل.

د دغو پښتنو لویه غوښتنه دا وه چې اولادونو ته دې د تعلیم زمینې برابرې شي، د ترهګرو په نومونو دې نه ځورول کیږي او پاکستانۍ پېژندپاڼې دې هم ورڅخه وانخیستل شي.

د امریکا غږ ډیوه راډیو وايي چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پنجابي مشران او چارواکي له پښتنو سره په بد چلند او تبعیض کولو تورن کړل.

ښاغلي اڅکزي وویل" د افغانستان او پاکستان حالات خطرناکه دي، یو پر بل الزامونه لګوي، په داسې حالت کې په ټول پنجاب کې د پښتنو تنګول ښه نه دي، له پښتنو سره ښه چلن نکیږي. موږ دا پرېکړه کړې چې د پښتنو د زورولو اجازه نه به چاته نه ورکوو".

ښاغلي اڅکزي وویل چې له سیال کوټ نه تر اسلام اباده پورې د ترهګرۍ او نورو تورنو له کبله له پښتنو سره بد چلن کیږي چې باید ودرول شي.

اخوا، سناتور عثمان کاکړ وویل چې د پاکستان پوځ په کشمیر کې د پښتنو سلګونو کورنیو ته د وتلو خبردار ورکړی دی.

ښاغلي کاکړ وویل" په ازاد کشمیر کې شاوخوا ۶۰۰ پښتنو کورنیو ته د وتلو خبرداری ورکړی دی. په پنجاب کې په تعلیمي ادارو کې د پښتنو اولادونو ته د زده کړې حق نه ورکول کیږي، پښتانه بازار ته نشي وتلی او پېژنپاڼې یې هم ترې اخیستل کیږي."

په همدې حال کې یوه مظاهر کوونکي وویل " له ما او زما له کورنۍ نه یې د پاکستان شناخت کارتونه اخیستي دي او وايي چې ته پښتون یې او شناخت کارت راکړه. زما کاروبار او د اولادونو تعلیم یې کډوډ کړ، چاته په نهم او چا په شپږم صنف کې سکول – ښوونځی- پرېښود".

مظاهر کوونکو ادعا لرله چې د پاکستان پوځ او پولیس پښتانه د ترهګرو او تروریستانو په تور نیسي، زوروي او زندان ته یې اچوي.

هغوی ویل چې د پاکستان په ځینو برخو کې د میلیونونو روپیو په ارزښت د دوی کاروبارونه هم تړل شوي او خراب شوي دي.

پاکستان څه باندې ۱۸۰ میلیونه نفوس لري‌ چې شاوخوا ۳۵ میلیونه پکښې پښتانه دي.

XS
SM
MD
LG