د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ترهګرۍ پر ضد، خپل اساسي قانون تعدیل کړ


وکیلانو، په اسلام اباد کې د پارلمان په دغې ودانۍ کې د ننه، پرېکړه وکړه چې د ترهګرو اړوند قضیې دې، په نظامې محکمو کې حل شي.
وکیلانو، په اسلام اباد کې د پارلمان په دغې ودانۍ کې د ننه، پرېکړه وکړه چې د ترهګرو اړوند قضیې دې، په نظامې محکمو کې حل شي.

د پاکستان د پارلمان غړیو نن د سه شنبې په ورځ یو قانون منظور کړ چې له مخې به یې د تروریزم اړوند قضیې په پوځي محکمو کې فیصله کیږي.

د ولسي او مشرانو جرګو غړیو په اساسي قانون کې دغه بدلون د رایو په غوڅ اکثریت سره ومانه.

دا قانون به یوازې دوه کاله د اعتبار وړ وي، او هدف یې د هغو کسانو په قضیو چټک کار کول دي چې د ترویستي فعالیتونو شک پرې کیږي،او بله دا چې پدا شان قضیو کې به د قاضیانو او شاهدانو د ګواښلو مخه ونیول شي ځکه چې پخوا په ملکي محکمو کې څو قضیې د همدغو ستونزو له کبله د خڼد سره مخ شوې وې.

حکومت وایي پوځي محکمې یو عاجل اقدام دی او دا چې هېواد د غټو تررویستو ستونزو سره لاس او ګریوان دی، نو دغه محکمه یې د حل یوازینۍ او لازمه د حل لار ده.

خو انتقاد کوونکي بیا وایي چې دا قانون پوځ ته ډیر قدرت ورکوي مګر د ملکي محکمو د چارو د بهترۍ لپاره ګټور ندی.

دغه پوځي محکمې څه اختیارات لري؟ په پیښور کې د قانوني او سیاسي چارو کارپوه سنگین خان، په دې اړه د امریکا غږ خبریالې نزرانې یوسفزۍ ته نور معلومات ورکړی دي:

مرکه یې دلته واورﺉ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:16:44 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG