د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د پښتنو د نوروز په یو محفل حمله شوې


د پنجاب په پوهنتون کې د پښتنو محصلینو پر یو فرهنگي محفل حمله

د پاکستان د لاهور ښار د پنجاب په پوهنتون کې یوې ډلې افراطي محصلینو پر هغو پښتنو محصلانو حمله کړې ده چې د نوروز فرهنگي محفل یې جوړ کړی و.

حمله کوونکو څه دپاسه لس پښتانه محصلین وهلي او ټپیان کړي دي. ټپیان شوي محصلین روغتون ته انتقال شوي دي.

د پنجاب په پوهنتون کې د پښتنو محصلینو د اتحادیې پورې مربوط د پښتون د تعلیمي پرمختیا د غورځنگ یو غړي ظریف، د امریکا غږ ته وویل چې هغوی په یو فرهنگي محفل مشغول وو چې د اسلامي جماعت د طلبه د ډلې محصلینو پر هغوی باندې په داسې حال کې چې د لرگیو ډنډې یې په لاس کې وې حمله وکړه. پښتانه محصلین یې و وهل او ټکول او د هغوی د محفل کمپ یې په اور وسوزاوه.

که څه چې پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې ددې پیښې د عاملینو پر وړاندې به قانوني اقدامات وشي، خو د پنجاب په پوهنتون کې د پښتنو محصلینو استازی وایي چې پولیسو د پیښې ځای ته د رسیدو سره سم پر پښتنو محصلینو باندې اوښکې بهونکی گاز استعمال کړ او هغوی یې وځپل.

د پنجاب د قانون وزير راناثناالله رسنیو ته ویلي دي چې په پوهنتون کې د پښتنو محصلینو اتحادیې د غونډې اجازه اخیستې وه. هغه دا هم وویل چې د اسلامي جمعيت طلبه محصلینو تر څنگ په حمله کوونکو کې د پوهنتون نه بهر خلک هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG