د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: د پاکستان اوربند د افغانستان په تاوان دی


Pakistan
Pakistan
د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د یوه میاشتني اوربند اعلان چې تېره اونۍ وشو، په کابل کې یو شمېر افغان سیاستوال او وکیلان اندېښمن کړي دي .

ځيني افغان سیاستوال په دې باور دي چې، د افغانستان په روانو حساسو انتخاباتي حالاتو کې له پاکستاني طالبانو سره، د اسلام اباد دغه موقت اوربند، د پولې دې غاړې ته د روانې جګړې پر اور د تیلو د پاشلو په مانا دی.

افغان سیاستواله ارین یون پر پاکستان تور ولګوه چې، په لوی لاس یې خپل اورپکي یې د افغانستان د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره وزګار کړل. ،، پاکستان تل د افغانستان په اړه دوه مخی سیاست لوبولی دی، دوی د افغانستان په دغه حساس حالت له طالبانو ځکه یو میاشتنی اوربند وکړ چې، هغوی په افغانستان کې د امنیت او انتخاباتو د ګډوډلو لپاره وزګار شي، موږپر افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د پاکستان دغه دوه مخې سیاست پام وکړي او مخه یې ونیسي،،.

مېرمن یون وویل پاکستان دې داسې و نه انګیرې چې دغه اور به یوازې په افغانستان کې بل وي، بلکې دی به په خپله هم په کې وسوځي.

د پوځي چارو بل افغان کارپوه واحد طاقت هم په همدې باور دی چې شوی اوربند د افغانستان د انتخاباتو او امنیت د ګډوډولو یوه هڅه دیبولي، دی وايي چې د پاکستاني طالبانو مشران خپل ټول کاري پلانونه د دغه هېواد له استخباراتي او پوځي ادارو څخه ترلاسه کوي چې تر ډېره په د افغانستان د امنیت د ګډوډولو په خاطر وي.

دی وايي ،، ملا فضل الله په خپله د پاکستان له استخباراتي ادارې سره نژدې اړیکي لري، پاکستاني استخباراتي ادارې په ده باندې سوات هم وران کړ او اوس وزیرستان هم پرې ورانوي، دی یوه مهره ده چې پاکستان یې لوبوي، اوس یې ورسره ځکه اوربند وکړ چې په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو د ګډوډولو لپاره وزګار شي،،.

خو ښاغلي طاقت پر افغان طالبانو هم غږ وکړ چې له خپلو پاکستاني ملګرو څخه یې زده کړي.
د پوځي چارو پاکستانی کارپوه سعد محمد سره له دې چې د طالبانو موجودیت د پاکستان، افغانستان او سیمې لپاره یو ګواښ او خطر بولي، ټېنګار یې دا دی چې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د سولې اوربند به ښې پایلې ونلري. ښاغلی محمد وايي دا مني چې دغه اوربند به پر افغانستان یو ډول نه یو ډول خپلې منفي اغیزې ولري خو هومره هم نه ، چې افغان سیاستوال یې اندېښمن کړي دي. ده وویل ،، پاکستاني او افغان طالبانو په خپلو کې سره رابطه لري او له یو بل سره مرسته کوي، خو پاکستاني طالبانو یوازې په پاکستان کې د ننه حملې او عملیات کوي، داسې نښې نښې نشته چې دوی دې په افغانستان کې دې کومه حمله او عملیات ترسره کړي وي،،.

په پاکستان کې د نواز شریف د نوي حکومت یو مهم هدف، له پاکستاني طالبانو سره د سولې او بیا پخلاینې د خبرو اترو پیلول و،دواړو خواوو تېره اونۍ د یوې میاشتې اوربند اعلان کړ، چې د سولې د نورو خبرو لپاره زمینه برابره شي.

پاکستان او افغانستان هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي چې په ډېرو برخو کې سره تړلي، په یوه هېواد کې هر ډول حالت پر بل باندې خپل مخامخ اغیزې لرلی شي، دغه دواړه هېوادونه په دې وروستیو کې د ترهګرۍ له یو ډول مشترګ ګواښ او ستونزې سره لاس او ګریوان دي.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG