د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان طالبانو ته خبرداری ورکړ


دوو طالب چارواکو چې له دغه ټول بهیر نه خبر دي، اسوشیټډ پرس ته په دې اړه معلومات ورکړي دي
دوو طالب چارواکو چې له دغه ټول بهیر نه خبر دي، اسوشیټډ پرس ته په دې اړه معلومات ورکړي دي

دوو لوړ پوړیو طالب چارواکو ویلي چې د پاکستان حکومت د افغان طالبانو مشرانو ته خبرداری ورکړی چې یا به اسلام اباد د سولې په خبرو کې شریکوي او یا به له پاکستان نه کډې باروي.

د اسوشیټډ پرس وايي اسلام اباد له هغه وروسته طالب مشرانو ته دا خبرداری ورکړی چې د افغان حکومت د استازو او ځینو طالب مشرانو ترمنځ د سولې د پټو خبرو راپورونه خپاره شول.

پاکستاني چارواکو دا خبره له قطر نه اسلام اباد ته د طالبانو درې کسیز ورغلي پلاوي ته هم کړې ده. طالبان په قطر کې خپل دفتر لري او همدا تېره اونۍ یې اسلام اباد ته د خبرو لپاره خپل استازي واستول، چې لا یې هم د خبرو پوره جزییات نه دي خپاره شوي.

طالب چارواکو چې اسوشیټډ پرس ته دا خبرې کړي ویلي يې چې نومونه به یې نه خپروي. خو پاکستاني چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې چې ایا طالب مشران په پاکستان کې شته او کنه. تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو پاکستان تل دا خبره کړې ده چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو هر کلی، ننګه او مرسته کوي.

کابل تل پر اسلام اباد تور لګوي چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي تر شا دی او د طالبانو ننګه کوي، خو پاکستان دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG