د لاس رسي وړ اتصالات

د پي پي پي د ولسمشرۍ د ټاکنو سره مقاطعه کړې


د پاکستان د اوپوزیسون ګوند وايي چې د ولسمشرۍ ګوند د راتلونکو ټولټاکنو سره به مقاطعه وکړي ځکه د رای ګیري په نېټې کې پرته له دې څخه چې ددغه ګوند سره سلامشوره وسي، تغییر راغلی دی.

د پاکستان د پیپلز پارټي له خوا د جمهوري ریاست دپاره کاندید رضا رباني نن د جمعې په ورځ خپل مقاطعه اعلان کړه .


د یادونې وړ ده چې د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د جمهوري ریاست د انتخاباتو په نېټه کې تغییر راوستی او د اګست د ۶ مې نېټې څخه یې د جولای و ۳۰ مې نېټې ته رامخ کي کړ.

په پاکستان کې ولسمشر د مشرانو د جرګې، ولسي جرګې او د څلورو صوبو د جرګو له خوا ټاکل کېږي.

د انتخاباتو نېټه ځکه د اګست د ۶ مې څخه واړول سوه چې د روژې میاشت ده او په دې میاشت کې د ولسي او مشرانو جرګې غړي په خپل مذهبي چارو بوخت وي.


ویل کېږي چې د حاکم ګوند پاکستان مسلیم لیګ نواز کاندید ممنون حسین ښايي د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي.

د ولسمشر زرداري دوره د روان کال د سپتمبر په میاشت کې پای ته رسېږي.
XS
SM
MD
LG