د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د الوتکې رالوېدو ١٥٢ تنه ووژل


پاکستان کې د الوتکې رالوېدو ١٥٢ تنه ووژل

پاکستان کې د الوتکې رالوېدو ١٥٢ تنه ووژل

یوه مسافر وړونکې الوتکه چې ١٥٢ تنه پکې سپاره وو نن د پاکستان د پایتخت اسلام اباد سره نژدې راولوېدله.

د الوتکې ټول مسافرین او عمله وژل شوي دي.

پاکستاني مقاماتو وویل هغه رپوټونه درست نه دي چې وايي ځینې کسان ژوندي بچ شوي دي.

نوموړې الوتکه چې د ایربلو په نامه د یوه شرکت له خوا چلیدله، په داسې حال کې چې د اسلام اباد په هوايي ډگر کې یې د کښیناستلو لپاره ځان چمتو کاوه د اسلام اباد د ښار سره نژدې د مارگلې په غرونو کې راولوېدله.

په اسمان کې وریځې وې او باران کیدونکی و.

د الوتکې د رالوېدلو اصلي وجه لا تر اوسه پورې نه ده څرگنده خو اروپايې اېربس شرکت فقط همدومره ويلي چې یوه الوتکه یې رالوېدلې ده.

XS
SM
MD
LG