د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د سیاسي کړکیچ نوې لور

  • خلیل بړیڅی

د پاکستان صدراعظم نواز شریف په داسې حال کې د خپل سیال او پخواني جمهور رئیس آصف علي زرداري د ملاتړ ترلاسه کولو په خاطر له هغه سره وکتل چې د پاکستان د پارلمان مخې ته د حکومت ضد احتجاجي ناستي ادامه لري او د نواز شریف د استعفا غوښتنه کوي.

د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان او د پاکستان عوامې تحریک مشر طاهر القادری خپل زرگونو پلویان د پارلمان مخی ته راټول کړي او تیرو څو ورځو راهیسې د نوازشریف د لیرې کیدو نعرې وهي.

د حکومت او مخالفینو ترمنځ روان کړکیچ په پاکستان کې د ممکنه پوځي مداخلې په اړه د خلکو ترمنځ ویره را پیدا کړې.

د حکومت او د مخالفینو ترمنځ د خبرو اترو هڅې

د رسنیو د رپوټونو له مخې د دواړو اړخونو استازي له یوې مادې پرته په نورو ټولو غوښتونو قانع شول او هغه غوښتنه چې د مذاکراتو د ځنډ سبب شوه، هغه د نوازشریف د استعفا غوښته وه .

د تحریک انصاف گوند یو نوی وړاندیز کړی چې نوازشریف دی د یوی میاشتې پوری استعفا ورکړی تر څو قضاېې کمیسیون ددې تحقیقات وکړي چې د ٢٠١٣ کال په عمومي انتخاباتو کې درغلي شوی وه او که نه.

د عمران خان او د طاهر القادري د مارش څخه څو ورځي وړاندې د اگست په ١١ مې نوازشریف د پاکستان د ستري محکمي څخه غوښتې و چې د ستری محکمي دی د دریو قاضایانو یو کمیسون په کار وگماري چې د ٢٠١٣ کال په انتخاباتو کې د درغلیو تحقیقات وکړی. تراوسه لا سترې محکمې د نوازشریف دغې رسمې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

د حکومت د ډ یموکراسي بهیر د ساتلو هڅي

په اسلام اباد کې د سیاسي بحران د ختمولو دپاره صدراعظم نوازشریف خپل د اوږدې مودې سیاسي مخالف او د پخوانۍ وژل شوې لومړۍ وزیرې بی نظیر بوتو میړه او د پاکستان د پیپلز گوند رئیس آصف علې زرداری ته مراجع کړې. آصف علې زرداری د نوازشریف سره ملاقات دپاره د جمعي په ماښام د دوبې څخه روان شو او د یکشنبې په ورځ یی ورسره ولیدل.

آصف علي زرداري د اوسنې پارلماني سیستم د دوام ملاتړ وکړ او وویل چې ډیموکراسي باید روانه وي. د آصف علې زرداري دا خبره مظاهرچیانو دپاره چې د صدراعظم د لیری کولو تحریک ېې شروع کړی ښه خبر نه وو.

آصف علې زرداري د نوازشریف او د نورو سیاسي مشرانو سره د ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل چې سیاسې قوتونه باید خپل منځي ستونزی پخپله د خبرو اترو له لارې حل کړي.

ښاغلي زردراي وویل "ما د صدراعظم نوازشریف څخه غوښتنه کړې چې د زغم نه دې کار واخلي او دغه حالت دې په سیاسي لارو چارو حل کړي. "

هغه زیاته کړه "حل یی خبرې دي، خبرې دې او خبرې دي. د ډیموکراسۍ معنا هیڅ کله د خبرو دروازی نه تړل دی. اختلافات د خبرو اترو دلارې لیری کیدالي شي."

بلخوا د عمران خان او د طاهر القادری تحریکونه په رسمي توگه سره متحد نه دي او د حکومت د رانسکورولو پرته جلا جلا هداف لري. خو د دواړو گوندونو فشار او د خلکو راغونډولو شمیر دغو مظاهرو ته نور قوت هم ورکړی.

که چیرې یوه ډله د حکومت سره یو جوړ جاړي ته ورسیږي او احتجاجي ناسته ختمه کړي نو بله ډله به پوره کمزورې شي. په عین حال کې حکومت په دې ټینگار کوي چې نوازشریف به استعفا ونکړي.

د حکومت دریځ

د پاکستان د مالیې وزیر اسحق ډار وویل،"حل چې هرڅه وي خو باید د اساسي قانون په چوکاټ کې دې وي. د لومړی وزیر نوازشریف استفا خبر بیخې د منلو نه ده."

خو تر اوسه د حکومت او د مظاهره چیانو تر منځ خبرې اترې پدې خاطر پاتې راغلي چې یو چټکه نتیجه ورکړی. د حکومت او د عمران خان تحریک انصاف گوند استازو د خبراترو د ورستې دوري ورسته خبریالانو ته وویل چې دوی د بنیادی غوښتې چې د نوازشریف د استعفا خبر ده باندی قانع نه شول."

د پارلمان نه د تحریک انصاف د غړیو استعفا

د پاکستان تحریک گوند په پارلمان کې دریم لوی قوت دی او په دې موخه چې په حکومت فشار زیات کړی په قومې اسمبلې کې د خپلو ٣۴ غړو استعفاوی راټولې کړې.

د پارلمان رئیس ایاز صادق یوه خصوصي ټیلې ویژون جیو ته وویل چې د استعفا وو ورق پاڼې به د دوشنبې په ورځ وکتل شی او تصدیق به وشي.

د پوځي کودیتا ویره

خو که پوځ چې د کارپوهانو په اند ښایي د کودتا اقدام ونه کړي او که داسي یو گام واخلي نو پاکستان ته به د ملیاردونو ډالرو بهرینې مرستې او تجارتې تړونونه د خطر سره مخامخ کړي. خو څیړونکې واېې دغه بحران به د نوازشریف حکومت کمزوره کړی.

د حکومت او مخالفینو ترمنځ روان کړکیچ په پاکستان کې د ممکنه پوځي مداخلې په اړه د خلکو ترمنځ ویره را پیدا کړې.

د حکومت او مخالفینو ترمنځ روان کړکیچ په پاکستان کې د ممکنه پوځي مداخلې په اړه د خلکو ترمنځ ویره را پیدا کړې.

نواز شریف د پوځ څخه د اړیکو تریخ تاریخ لری. د هغه د صدراعظمي دوهمه دوره په ١٩۹٩ کال کې هغه مهال د هغه وخت د پوځ لوی درستیز پرویز مشرف لخوا د کودتا د لارې ختم کړل شوه.

XS
SM
MD
LG