د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د پولېو دری نوي پیښي راپور شوي


سږ کال د پولېو لومړي پیښه د پاکستان په لوي ښار کراچي کې رپورټ شوي وه. هغه یو دری کلن ماشوم و، او لږ ترلږه اوه وار واکسین شوي هم و.

په پاکستان کې د روټري پولېو پلس په نامه د اداری ریس عزیز میمن وویل،

،،دبده مرغه دغه ماشومان د سوه تغځي سره مخ و . او د هغه د ناروغۍ سره د مقابلي دپاره د مدافعت نظام قوي شوي نه و،،.

دغه نوي پیښي د روغتیا په نظام کې غټو مسلو ته اشاره کوي. چې یوي د دغه هیواد امنیتې وضعیت دی،

په پاکستان کې دا وخت په مختلفو برخو کې جگړې او د افغانستان سرحد ته نږدی پوځي عملیات روان دی.

تیرکال په پا کستان کې ٥۴ او په ټوله نړی کې ٧٣ د پولېو پیښي رپورټ شوي وي. که د پولېو ناروغي ختمه نه شي نو د روغتیا چارواکې ددی ویره لري چې په پاکستان کې به دا ناروغي بیا خپره شي.

XS
SM
MD
LG