د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان دفاع وزیر:کشمیر چې ازاد شي، هند به ټوټه ټوټه شي


د کشمیر پر پولې د هند او پاکستان نوې جگړه
د کشمیر پر پولې د هند او پاکستان نوې جگړه

خو هند وايی چی دوی د ترهگرو خلاف مشخص اوپلان شوي عملیات کړي دي. له همدې امله ددغو دواړو اټومي وسله لرونکیو سیالانو ترمنځ تشنج زیات شوی دی.

د هندوستان نظامی چارواکيو نن په نوي ډیلي کې رسنیو ته وویل د چارشنبی په ورځ ناوخته ېې د کشمیر د کنټرول کرښې په اوږدو کې د ترهگرو ډلې په نښه کړی وې.

د هند دپوځ ډگرجنرال رنبیر سنگ ددغوعملیاتو قوماندان وویل دوی پرون ډیر باوري معلومات ترلاسته کړل چې د ترهگرو ډلې دېته ځان چمتوکوي چی د کشمیر د کنترول په سیمه کې عملیات وکړي او جمو او کشمیر ساحې ته ننوزي.

د مشخصو عملیاتو قوماندان، ډگرجنرال رنبیر سنگ وویل، «د ترهگرۍ ضد په دغو عملیاتو کې ترهگرو او د هغوی ملاتړو ته غټه خساره ور اړول شوېده. دعملیاتو مقصد داو چی د ترهگرو پلان شنډ کړل شي. موږ دنورو عملیاتو پلان نلرو، خو د هند وسله والې قواوې په بشپړه توگه د هر احتمالي خطر مقابلې ته چمتو دي.»

خو دپاکستان پوځ دغه مشخص نظآمی عملیات رد کړل.

د پاکستان ددفاع وزیر د چارشبنی په ورځ وویل یوځل چې کشمیر ازاد شي نو هندوستان به ټوټه ټوټه شي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف پدې اړه داسې غبرگون وښود، «فکر کوم پاکستان په یوه داسې حآلت کې را ایسار شوی دی چی کله په کشمیر کې دآزادی تحریک کامیاب شی نو دا به دهندوستان د پای پیل وي، که خدای غوښتل چی کشمیریان بریالي ش‍ی نو د هند پاتی برخه به پخپله ټوټه شي او یوځای به پاتی نشي.»

دغه پاکستاني مقام ویل پاکستان به د کشمیر د جنجالي سیمې له خلکوسره خپلو اخلاقي مرستو ته دوام ورکړي.

بل لورته د سیمه امن په تړاو کې چین د هند او پاکستان ترمنځ د تشنج د زیاتیدلو په اړه اندېښنه څرگنده کړیده او د مذاکرو له لارې د کشمیر د ستونزې حل غواړي:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند دد ې خبرو په ځواب کې داسې وویل، «د کشمیر مسله د تاریخ زېږنده ده، هیله من یو چی پاکستان اوهند خپل منځي خبرې پیاوړې کړي او له دې جنجال سره په مناسبه توگه چلند وکړي؛ نو د خپلمنځي ښه اړیکو له لارې کولی شی چی په گډه د سیمې د امن او ثبات لپاره کار وکړي.»

او پخپله په هندي کشمیر کې نن د پنجشنبی په ورځ هم د حالاتو په ښه کیدو کې نښنې نښانې نه ښکاريدی، ځکه چې بیلتون غوښتونکو وویل د یوه یاغي د وژلو له امله به ناکراریو ته د اکتوبر تر شپږمې پورې دوام ورکړی.

د هند او پاکستان ترمنځ دغه تازه جنجال له دې امله راپیدا شوی دی چی د سپتمبر په اتلسمه د دهند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هند پریوه نظآمی اډه اوري، باندې عملیات وشول او اتلس تنه عسکرېې پکې ووژل.

دهندوستان صدراعظم نریندرامودي هغه وخت خبرداری ورکړ چی هرچا دغه کار کړی وي هغه به بې له سزا نه پاتی نشي.

هند پر پاکستان تور لگوی چې د غه عملیات په پاکستان کې دیره د غېرقانوني جیش محمد ډلې له خوانه شوی دي، خو خوپاکستان دا ادعاردوي.

خودغو بریدونو ددواړو هېوادونو ترمنځ د تشنج د لازیاتیدلو او نظامي تاوتریخوالی امکان زیات کړی دی.

دهندوستان سیاسي گوندونو او ددفاعي چارو ماهرانو د هند لخوا د پاکستان پر هغو نظامی اهدافو باندې عملیاتو هرکلې کړې چی د مشکوکو افراطیانو له خوانه کنترول کېږي او هڅه کوي چی له پاکستاني کشمیرنه په هند کې وسله وال عملیات وکړي.

دالومړنی مستقیم نظامی ځواب دی چی هندېې پاکستان ته ورکوي.

XS
SM
MD
LG