د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: زهرا حسین ام کیو ام وژلې


د پاکستان سیاستمدار او پخواني د کرکټ ستوري عمران خان د خپل ګوند د یوې لوړ پوړې غړې ترور پړه پر یوه سیال ګوند ام کیو ام وراچولې ده. دا په داسي حال کې ده چې په کراچي کې خلګ د پارلماني انتخاباتو دپاره چې تیره اونۍ دایر سول، د سره رایې اچوي.


پولیسو وویل چي په زهرا شاهد حسین باندي د شنبې په ورځ د خپل کور مخي ته ډزي وشوې او دوه ځلي په سرکي وویشتل شوه. هغه کله چي روغتون ته رسول کېده په لاره کي مړه شوه.


زهرا شاهد حسین د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند چي مشر یې عمران خان دی، لوړپوړې مرستیاله وه. دغه ګوند تیره اونۍ په پارلماني انتخاباتو کي دریم شو.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یوه غړي د هغې د وژل کېدو له امله د انصاف غوښتنه وکړه. ،،هغه زمونږ د ګوند یوه دارايي وه. هغه د ګوند مرستیاله وه او زه فکر کوم چې د سیند حکومت دي دغه موضوع وڅېړي، قاتلین دي پیدا کړي او جزا دي ته ورته ورکړي. خو له بده مرغه د تیرو ۵ کلونو په موده کې تراوسه پوري هیڅوک هم ددغه راز وژنو په تور نه دي نیول شوي نه په محکمه کې محاکمه شوي دي.،،

هغه په داسي وخت کي ووژل شوه چي رای ورکونکو په نظر کي درلودل چي د کراچي په یوه ولسوالي کي بیا رای ګیري وکړي. د تحریک انصاف ګوند په خپل سیال گوند ( متحده قومي تحریک) یا( ایم کیو ایم) باندي ملامتي اچولې وه چي په رایگیري کي یې تقلب او ټگي برگي کړې وه. د ایم کیو ایم مشر الطاف حسین د زهرا شاهد حسین قتل غندلی دی.
XS
SM
MD
LG