د لاس رسي وړ اتصالات

پرویزمشرف بیرته پاکستان ته ځي


پرویزمشرف بیرته پاکستان ته ځي

پرویزمشرف بیرته پاکستان ته ځي

د پاکستان پخواني جمهور رئیس پرویز مشرف پدې هیله د یوه نوي ګوند اعلان کړیدی چې پاکستان ته د ستنیدو نه وړاندې د خلکو ملاتړ وګټي.

مشرف ویلي دي پلان لري چې پاکستان ته به ستون شي او په 2013 میلادي کې په په ملي انتخاباتو کې ځان کاندید کړي.

ښاغلي مشرف پرون د جمعې په ورځ په لندن کې د " آل پاکستان مسلم لیګ" په نامه د ګوند اعلان وکړ. پرویز مشرف دوه کاله وړاندې د پاکستان دجمهور رییس په صفت د خپلې دندې استعفاه وکړه او د هماغې مودې راپدیخوا یې په لندن کې ځان پخپله جلا وطنه کړیدی.

د پاکستان دغه پخواني جمهور رییس د خپلو پخوانیو غلطیو په خاطر بښنه وغوښته او په هیواد کې د کامیابۍ په خاطر یې د دوهمې موقې غوښتنه وکړه. پرویز مشرف پخپلې وینا کې ویلي دي چې د پاکستان د سیاسي بي ثباتۍ او اقتصادي ستونزو د حل لپاره قوي پوځ درلودل شرط دی.

سره لدې چې په هغه باندې د خیانت تور لګیدلی دی او د دې خطره هم شته چې وبه وژل شي خو پرویز مشرف چې اوس 67 کاله عمر لري، ډاډ یې وښوده چې بیرته به هیواد ته ستون شي.

پرویز مشرف په کال 1999 میلادي کې د جګړې نه پرته په یوې کودتاه کې پداسې حال کې د پاکستان چارې په لاس کې واخیستې چې هغه د پوځ لوی درستیز هم ؤ. او په کال 2008 میلادي کې یې د خپلې دندې استعفاه وکړه.

د پاکستان واکمن ایتلافي ګوند دوه کاله وړاندې په پرویز مشرف باندې تور ولګاوه چې په ملک کې یې اضطراري حالت پدې خاطر نافذ کړي وو چې د ملک جګپوړه قاضیان برطرفه کړي.

XS
SM
MD
LG