د لاس رسي وړ اتصالات

يوسف رضا گېلانی: ځینې کړۍ د حکومت د بې ثباته کولو هڅه کوي


يوسف رضا گېلانی: ځینې کړۍ د حکومت د بې ثباته کولو هڅه کوي
يوسف رضا گېلانی: ځینې کړۍ د حکومت د بې ثباته کولو هڅه کوي

د پاکستان لومړی وزیر یوسف رضا گېلاني واېې چې ځېني توطیه کوونکي هڅه کوي چې حکومت ته ېې تاوان ورسوي. ښاغلي گېلاني دابتصره په داسې حال کې وکړه چې د امریکا حکومت ته د ېوې احتمالي پوځي کودتاه د مخنېوي په منظور د ېوه پټ ېاداشت د لېږلو په وجه د پاکستان حکومت اوس مهال د هرې خوا نه د سخت فشار سره مخ شوی دی.

د پاکستان سترې محکمې نن د پنجشنبې په ورځ غونډه وکړه . ستره محکمه به په دې اړه پرېکړه وکړي چې ایا ددغه پټ ېاداشت په باب رسمي پلټنې شروع کړي او که نه.

په دغه یاداشت کې چې د سږکال په مۍ کې د ولسمشر اصف علي زرداري دحکومت ېوه غړي دامرېکا حکومت ته لېږلې ؤ ، وېل کېږي چې دامرېکا د پوځ دسترودرستېزانو د کمیېټې د پخواني ریْس نه په کې د ېوې احتمالي کودتاه په مخنېوي کې مرسته غوښتل شوې وه.

دغه یاداشت د رسوا کېدو نه وروسته په لومړي وزیر ېوسف رضا گېلاني او ولسمشر اصف علي زرداري باندې فشار ډیر زېات شوی چې استعفا وکړي.

دا ېاداشت هغه وخت ولېږل شو چې امرېکاېې ځواکونو په اېبېټ اباد کې دالقاعدې مشر اسامه بن لادن وواژه او د پاکستان دمشرانو سره دا وېره راپېدا شوه چې شاېد پوځ کودتا وکړي او قدرت ورنه ونیسي.

خو لومړی وزیر ېوسف رضا گېلاني نن اعلان وکړ چې د پاکستان د حکومت د رانسکورولو لپاره توطېې روانې دي. خو هغه نه د چا نوم وا خېستی او نه ېې هم ووېل چې په دغو توطېو کې څوک لاس لري. ښاغلي گېلاني وویل فرق نه کوي چې حکومت یې پاتې کېږي او که نه، هغه به دپاکستان د ولس دحقوقو دخوندي ساتلو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

ددغه پټ ېاداشت له امله د پاکستان دپوځي مشرانو او حکومت تر منځ تشنج زېات شوی دی. د پوځ قوماندانان واېې چې ددغه یاداشت په وجه د ملک ملي امنېت د گواښ سره مخ شوی دی.

صدراعظم ېوسف رضا گېلاني په پوځ باندې انتقاد وکړ او دا پوښتنه یې وکړه چې ولې بن لادین ته بې له دې چې ملکي حکومت باندې خبر کړي، د پټېدو اجازه ورکړل شوې وه.

XS
SM
MD
LG