د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري: د استعفا اراده نلرم


زرداري: د استعفا اراده نلرم
زرداري: د استعفا اراده نلرم

د اسوشیټد پرس خبري اژانس وایې د پاکستان جمهورریس ویلي دي چې ددی تورونو له امله د استعفا اراده نلري چې وایي حکومت یې د پاکستان د پوځ په مهارولو کې د امریکا نه مرسته غوښتې وه.

ولسمشر آصف علي زرداري دا خبره په یوې مرکه کې چې د شبنې په شپه جیو تلویزیون خپره کړه ، د یوې پوښتنې په ځواب کې چه ایا د ملک پوځي مشران د هغه نه غواړي چې استعفا وکړي، کړېده.

ښاغلي زرداري وویل ،، هیچا زما څخه دا غوښتنه نه ده کړې او زه فکرنه کوم چې په پاکستان کې به داسي څوک وي چه زما استعفا وغواړي،،.

دغه رسوایې د هغه لیک له کبله جوړه شویده چې د مې په میاشتې کې د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې ریس مایک مولن ته لیږل شوی و. په دغه لیک کې د امریکایي ځانکړو ځواکونو په برید کې د اسامه بن لادن د وژل کیدو نه وروسته د احتمالي کودتاه د مخنیوي دپاره مرسته غوښتل شویده. د امریکا دغه یو اړخیزه حملې پاکستان په قار او شرمنده کړ.

ددغه لیک په باره کې خبرونه ، د اکتوبر په میاشتې کی هغه وخت خپاره شول چې منصور اعجاز، پاکستانی الا لصله امریکایی سوداګر فنانشل ټایمزورځپاڼې کې ولیکل چې په امریکا کې د پاکستان سفیرحسین حقانی ورته ددغه مطلب د لیکلو خبره وکړه او ورنه یی وغوښتل چه ویې لیږي.

اعجاز همدغه راز وویل چه زرداری هم ددی لیک ملاتړی و.

حقانی اود زرداري حکومت دواړو دا تورونه رد کړل ، خوحقانی استعفا وکړه.

د پاکستان سترې محکمې حکم وکړ چې د دې پیښې په هکله دي څیړنې وشي.

حکومت وایې د څیړنې اړتیا ځکه نشته چې د پارلمان پلاوی د وخته لا په دې برخه کې پلټنې کوي.

د پاکستان پوځ ، چې ویلی یې دي هیڅ وخت یی د کودتا خیال نه دی کړی، په دغه لیک باندی ډیر په قارشوی او د ستری محکمی د حکم ملاتړ یې کړی دی.

د زرداري د استعفا د امکاناتو په باره کې هغه وخت خبري ډیري شوې چې زرداري ناڅاپه د تیرکال د ډسمبر د میاشتې په پیل کې په دوبۍ کی یو روغتون ته روان شو چې وجه هم معلومه نه وه. یوه نژدې همکار یې وویل چې د زړه د خفیفه حملې له کبله دی دوبی ته ولاړی.

زرداری د دسمبر په ١٩ بیرته پاکستان ته ستون شو.

پرون په دغه مرکه کې د زرداری نه دا پوښتنه هم وشوه چه ایا د شرمندگی ، یا د پوځ له خوا د گرفتارۍ د مخنیوی لپاره د ملک نه د وتو خیال لري؟

هغه په ځواب کې وویل ،، ولی به داسي یو حالت راشی،،؟

XS
SM
MD
LG