د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په نظامي اډه باندي د راکټ برید شوی


د پاکستان په نظامي اډه باندي د راکټ برید شوی
د پاکستان په نظامي اډه باندي د راکټ برید شوی

د پاکستان چارواکي وايي چې یوه برید کوونکی د دغه هېواد په نظامي اکاډمۍ باندی د راکټ ډزی کړېدي. دغه نظآمی اکاډمي په اېبټ اباد کې موقعیت لري. داهغه ځای دی چې دتیرکال د مۍ په میاشت کې دامریکا خاصو سمندري قواوو پکښي اسامه بن لادن وواژه.

چارواکي وايي چې دراکټ په برید کې د اکاډمۍ ېو دیوال خراب شویدی. رپوټ وایي چې په دغه برید کې چاته زېان ندی رسېدلی.

داخبره سمدلاسه نده معلومه شوې چې دا برید چا کړیدی.

دتیرکال په عملیاتو کې چې د بن لادن خلاف وشول، د پاکستان چارواکی ډېر زېات په غوسه شول، ځکه چې هغوي ته مخکی له مخې خبر نه و ورکړل شوی.

دامریکا د ډېرو چارواکو سره دا پوښتنه وه چې داڅنگه کیدلی شي چې بن لادن هلته څوکاله واوسېږي او چا پیدا نکړلی شو په داسی حا ل کې چې دا نظامی اکاډمي د پاکستان ډېره مشهوره نظامی ا کاډمي ده.

XS
SM
MD
LG