د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سترې محکمې ددغه هیواد صدراعظم د سپکاوي په خاطر تورن کړ


د پاکستان سترې محکمې ددغه هیواد صدراعظم د سپکاوي په خاطر تورن کړ
د پاکستان سترې محکمې ددغه هیواد صدراعظم د سپکاوي په خاطر تورن کړ

د پاکستان سترې محکمې ددغه هیواد صدراعظم وروسته له هغه نه محکمې ته د سپکاوي په خاطر باندي تورن کړ چې د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري پر ضد یې د اختلاس او رشوت خورۍ پخوانې قضیې بیرته راونسپړلې. د محکمې دې اقدام د پاکستان دمخه لا پیچلی سیاسي وضیعیت لاپسي کړکیچن کړی بله پلوه ښاغلي ګیلاني د امریکا د بې پیلوټه الوتکې پر بریدونه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغه یې اجازه نه ده ورکړې .

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني وویل چې که چیري هغه محکوم شي نو دې ته به مجبوره شي چې خپله وظیفه پرېږدي. تر دې چې کیدای شي پر ښاغلي ګیلاني باندي تر ۶ میاشتو پوري د بند سزا هم راووځي.

د پاکستان په پلازمنې اسلام آباد کې د محکمې دباندي وکیلان په دوو برخو ویشل شوي وو چې یوې ډلې یې د ښاغلي ګلاني او بلي یې هم د سترې محکمې په ملاتړ شعارونه ورکول.

د ښاغلي ګیلاني د کابینې او ګوند غړو چي محکمې ته یې د هغه ملتیا کوله، د سپکاوي احساس کاوه.

د پاکستان د اطلاعاتو پخوانی وزیر او د پیپلز ګوند اوسنی سکرتړ قمر زمان کیره داسي وايي: ،،صدراعظم، صدراعظم دی او انشاالله صدراعظم به پاته شي خو نن مونږ ډیر خواشیني یوو او په یوه ناراحته کونکي وضیعت کې یوو. دا لومړۍ ځل دی چې د پاکستان صدراعظم محاکمه کېږي. دا د هیواد په تاریخ کې یوه خواشینه کونکې ورځ ده.،،

د محکمې د دننه څخه خپاره شوي ریپوټونه وايي چې قاضي نصیر الملک، د ټاکل شوي ۷ کسیزه کمیسون مشر ښاغلي ګیلاني ته وویل چې هغه په ارادي ډول د محکمې د امر نه سرغړونه کړې ده او باید محکمې ته د سپکاوي په خاطر محاکمه شي.

قاضي د ښاغلي ګیلاني نه وغوښتل چې خپله ګناه ومني خو ګیلاني وویل چې هغه بې ګناه دی.

د محاکمې د نیم ساعته غونډې وروسته ګیلاني د قاضیانو د خروجي دروازې له لارې ووتی چې د محکمې د مخه راټولو شویو خبریالانو او رسنیو نه ځان بچ کړي.

د محکمې بله غونډه به د فیبرورۍ پر ۱۶ مه دایره شي کله چې څارنوال محکمې ته شواهد وړاندي کړي.

د حکومت او قضایه قوې ترمنځ د شخړه لامل د اداري فساد په زګورونه قضیې دي چې په کال ۲۰۰۷ کې د پخواني نظامي جمهور ریْس پرویز مشرف په وخت کې د معافۍ د یوه قانون په ترڅ کې لغوه اعلان شوې.

ددغې عفوه نه تر ټولو زیاته ګټه اوسني ولسمشر آصف علي زرداري پورته کړه او د محکمې اصلي هدف هم ولسمشر زرداري دی. محکمې په کال ۲۰۰۹ کې د معافۍ قانون د پامه وغورځوی او د هغه پرضد یې د اداري فساد قضیې بیا راپورته کړې چې وايي د سویس د بانکي حسابونو په مرسته یې اختلاس کړی دی.

د پاکستان صدراعظم د محکمې سره دا ونه منله چې د سویس مقاماتو ته لیک ولیکي او د ښاغلي زرداري پرضد دوسیې بیرته راوسپړي.

د حقوقي چارو کارپوه او د سترې محکمې وکیل سلمان اکرم راجا داسي وايي: ،،صدراعظم په دې برخه کې ډیر روښانه دریځ غوره کړی دی او ویلي یې دي چې هغه به د سترې محکمې د حکم پر بنسټ لیک ونه لیکي نو ځکه دلته د ښاغلي ګیلاني دریځ ډیر واضیح دی او د سترې محکمې سپکاوی شوی دی.،،

د ښاغلي ګیلاني د محاکمې خبره په داسي حال کې راپوته کېږي چې نوموړي په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې پر بریدونو باندي نیوکه کړې ده او وايي چې دغه راز بریدونه اغیزمن نه دي نه یې هیواد اجازه ورکړې ده.

ښاغلي ګیلاني د الجزیرې تلویزون سره په مرکه کې ویلي دي چې دوي د پاکستان څخه د بې پیلوټه الوتکو د پرواز اجازه نه ده ورکړې.

ښاغلي ګیلاني وویل چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه یې د هیواد د خپلواکۍ پر ضد اقدام دی او دغه راز یادشوي بریدونه هغه هلې ځلې کمزورې کوي چې حکومت یې د قبایلو او یاغیانو د بیلولو د پاره کوي.

XS
SM
MD
LG