د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني یو ورځ وروسته له هغه نه چې د دغه هیواد د سترې محکمې له خوا عدالت ته د سپکاوي په خاطر محکوم شو، ویلي دي چې واک به پرې نږدي. د پاکستان سترې محکمې د ښاغلي ګیلاني نه غوښتلي و چې ددغه هیواد د ولسمشر پرضد دي د اداري فساد پخوانی دوسیې بیا راوسپړي.

نن د جمعې په ورځ پارلمان ته دیوې وینا په ترڅ کې لومړي وزیر ګیلاني وویل چې د هغه یواځنی ګنا دا وه چې ددغه هیواد اساسي قانون یې ژغوری. نوموړي وویل چې د قدرت نه دهغه د ایسته کولو واک یواځي د پارلمان په لاس کې دی او هغه د ۱۸۰ میلیونو خلګو ټاکل شوی لومړی وزیر دی. ښاغلي ګیلاني په پارلمان کې د مخالف ګوند مشرانو ته چلنج ورکړ چې د ده پر ضد دي د عدم اعتماد غونډه دایره کړي.

پرون د پنجشنبې په ورځ د پاکستان سترې محکمې په سمبولیکه توګه ددغه هیواد لومړی وزیر ګیلاني دیوې دقیقی نه کم وخت دپاره په توقیف کې وساتی او که یې غوښتي وای نو هغه یې ۶ میاشتي بندي کولای هم شوای. د هغه وکیل ویلي دي چې هغه به مرافع طلبه شي .

XS
SM
MD
LG