د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د شنبې دورځې په تاریخي انتخاباتو کې بریالی اعلان شوی دی. دهغه محافظه کاره ګوند د پاکستان د مسلم لیګ نواز د شنبی دورځې په پارلمانی انتخاباتو کې تر نورو ګوندونو زېاتې چوکۍ ګټلې دي.


نواز شریف د خپلو پلویانو په جوش او ولولو کې دخپل گوند د بري په باب وویل: " دا خبره تاسې او موږ ټولو ته معلومه شوې ده او یقیني خبره ده چې دمسلم لیګ نواز ګوند الحمد الله په دې انتخاباتو کې تر ټولو د سترګوند په توګه تبارز وکړ".

په داسي حال کې چې پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د پاکستان د قدرت نیولو په درشل کې دی، ګاونډي هیواد هند هیله څرګنده کړې ده چې د دواړو رقیبو هیوادونو ترمنځ به اړیکې ښې شي.

په عین حال کې افغانستان هم د پاکستان د نوي مشرتابه نه د طالبانو سره د هغوي د یاغي ګرۍ د خمتولو په برخه کې د همکارۍ هیله څرګنده کړې .

د هند د باندنیو چارو وزیر سلمان خورشید د نواز شریف د بریالیتوب د اوریدو سره د خوشبینۍ حس څرګند کړ. نوموړي داسي وویل: ،،هیله لرو چې هند به د نواز شریف په راتګ سره د ګاوندي هیواد پاکستان سره په همدغه ډول ښې اړیکې ولري.،،

ښاغلي سلمان زیاته کړه چې د نواز شریف د مطبوعاتي بیانیې نه وروسته نوې ډیلي اوس د هغه پر نوښتونو او مثبت دریځ باندي حساب کولای شی او هند به هم په ځواب کې په ورته اقدام لاس پوري کړي.

د پاکستان لویدیځ ګاونډي افغانستان هم ورته هیله څرګنده کړې ده چې د پاکستان نوی حکومت به د افغانستان سره په دغه هیواد کې د لس کلنۍ جګړې په خمتولو کې مرسته وکړي. افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې دواړه هیوادونه باید به ګډه کار وکړي چې د ترهګرۍ د تهدید نه ځانونه وژغوري او باید هلې ځلې وکړي چې د ترهګرو ځالې له رېښې وباسي.

دغه انکشافات په داسي حال کې ترسره کېږي چې ښاغلي شریف د پاکستان د ټولو ګوندونو نه غوښتي دي چي دده سره یوځاي شي او هېواد د هغو ستونزو نه وژغوري چي انفلاسیون یامالي تورم، بیکاري، د بریښنا کمبود او قطع کیدل او د طالبانو بغاوتونه په کي شامل دي.


د ښاغلي شریف لوی سیال د کریکیټ د لوبي اتل عمران خان چې د تحریک انصاف په نامه ګوند مشرتوب کوی، په پارلمان کي خپله چوکۍ ګټلې ده، په داسي حال کي چي د پېپلز دگوند لنډمهاله صدراعظم راجا پرویز اشرف چي د کار دوره یې نوره مخ په ختمیدوده ، خپله چوکۍ بایللې ده.
XS
SM
MD
LG