د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سترې محکمې صدراعظم اشرف ته نوی مهلت ورکړی


د پاکستان سترې محکمې ددغه هیواد حکومت ته نور وخت ورکړی دی چې د سویس مقاماتو ته لیک واستوي چې د پاکستان پر ولسمشر باندي د اداري فساد پخوانۍ قضیې راوسپړي.

د پاکستان سترې محکمې حکومت ته د اکټوبر تر لسمې پوري وخت ورکړی دی چې لومړی وزیر راجا پرویز اشرف د لیک هغه برخه اصلاح کړي چې د ولسمشر آصف علي زرداري د اداري فساد د تورونه په هکله ده.

قاضي آصف سعید خوسا وویل چې په دې هکله ډير لږ پاته وو چې موافقه حاصله سي.

د یادونې وړ ده چې د روان کال په پیل کې محکمې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني په دې خاطر محاکمه کړ او د دندې څخه یې ګوښه کړ چې د ولسمشر زرداري پرضد یې د فساد پخوانۍ دوسیې راونسپړلې.

څارنوالان پر ولسمشر زرداري، پخوانۍ صدراعظمې بنظیر بوټو او نورو باندي تور لګوي چې په سویس بانک یې په میلیونو ډالر پټ کړي دي.

پر ښاغلي زرداري او نورو باندي دغه تورونه په ۲۰۰۷ کال کې د یوې موافقې په لړ کې ایسته شول خو محکمې په ۲۰۰۹ کال کې بیرته پر دوي باندي دوسیه د سره پرانیستله.
XS
SM
MD
LG