د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاکستان ته دعوت کړی


ټاکل شوې چې پاپ فرانسیس په روانه میاشت کې یو شمیر آسیایي هیوادونو ته سفرونه وکړي.
ټاکل شوې چې پاپ فرانسیس په روانه میاشت کې یو شمیر آسیایي هیوادونو ته سفرونه وکړي.

د پاکستان د فدرالي حکومت د وزیرانو یو هیئت د نړۍ د مسیحي کاتولیکانو مذهبي مرکز واتیکان ته رسیدلی او ټاکل شوې چې د کاتولیکانو د ستر مذهبي مشر پاپ فرانسیس سره د کتنې پر وخت هغه ته رسمي بلنه ورکړي چې پاکستان ته سفر وکړي.

د نواز شریف له لورې په استول شوي هیئت کې د مذهبي چارو او د پاکستان مذهبونو ترمنځ د هم آهنگۍ وزیر سردار یوسف او د کښتۍ چلولو او بندري چارو وزیر کامران مایکل هم شامل دي.

ټاکل شوې چې پاپ فرانسیس په روانه میاشت کې یو شمیر آسیایي هیوادونو ته سفرونه وکړي.

د مذهبي چارو او د پاکستان مذهبونو ترمنځ د هم آهنگۍ وزیر سردار یوسف واتیکان ته له روانیدو دمخه د امریکا غږ سره په ځانگړې مرکه کې وویل چې کچیرې پاپ فرانسیس پاکستان ته د تگ بلنه ومني دا کار به د ادیانو ترمنځ د همآهنگۍ لپاره د حکومت هڅې غښتلې کړي.

ښاغلي یوسف د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان حکومت د ادیانو ترمنځ د هم آهنگۍ لپاره کار کوي او د پاپ او د واتیکان له نورو مقاماتو سره د دوی د هیئت لیدنه کتنه په ټوله نړۍ کې د هم آهنگۍ رامنځ ته کول دي.

دغه پاکستاني وزیر زیاته کړه چې "استول شوی هیئت د ښه نیت پیغام له ځان سره لیږدوي. د هغو لیدنو کتنو په نتیجه کې چې په واتیکان کې یې ترسره کوي په نړۍ کې به د پاکستان نیکه څیره څرگنده کړي."

ددې پاکستاني مقام په وینا په تیرو ٣٨ کلونو کې هیڅ یو پاپ یا د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاکستان ته سفر نه دی کړی. سردار یوسف زیاته کړه چې پاکستان ته د پاپ سفر د هغو منفي تبلیغاتو د دفع کولو لپاره هم خورا اهمیت لري چې د هغه په وینا د پاکستان په وړاندې موجود دي.

د پاکستان اکثریت اوسیدونکي مسلمانان دي خو مسیحي اقلیت هم لري او که پاپ هغه هیواد ته د تللو بلنه ومني پاکستاني مسیحانو ته به هم یو ښه خبر وي.

XS
SM
MD
LG