د لاس رسي وړ اتصالات

راجا پرویز اشرف د پاکستان نوی لومړی وزیر وټاکل شو


د پاکستان د پارلمان غړو ددغه هېواد نوی لومړی وزیر د یوسف رضا ګیلاني پرځای ټاکلی دی. پارلمان نن د جمعې په ورځ د اوبو او برېشنا پخوانی وزیر راجا پرویز اشرف په اکثریت د آراو د نوي لومړي وزیر په توګه منظور کړ. دا په داسي حال کې ده چې پر هغه باندي د اداري فساد تورونه موجود دي او ددغه هېواد د برېښنا د بحران یو څه مسولیت هم د هغه په غاړه وراچول شوی دی.

ښاغلي اشرف د ۳۴۲ رایوو له جملې نه ۲۱۱ رایې وګټلې.

هغه د پاکستان د حاکم پیپلز ګوند غړی دی چې په پارلمان کې اکثریت لري.

د پیپلز ګوند د دېنه مخکي د نساجي پخوانی وزیر مخدوم شهاب الدین د لومړي وزیر په توګه معرفي کړی وو خو د پنجشنبې په ورځ د هغه د ګرفتارۍ امر صادر شو ځکه چې پر هغه باندي د خپل وزارت پر وخت د غیر قانوني دوا درملو د قاچق تور لګول شوی و.

په پاکستان کې سیاسي بحران وروسته له هغه نه لا پسي زیات شو چې ددغه هیواد سترې محکمې د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ یوسف رضا ګیلاني د خپلې څوکۍ نه برطرفه کړ. محکمې وویل چې هغه دوه میاشتي مخکي د محکمې د بې حرمتۍ په خاطر مجرم ګڼل شوی و. محکمې د ښاغلي ګیلاني نه غوښتل چې د ولسمشر آصف علي زرداري پرضد دي د اداري فساد پخوانۍ قضیې د سره راوسپړي.

XS
SM
MD
LG