د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني داسلام د پیغمبر دکارتون بیا خپرول وغندل


ولسمشر غني د شارلي ابېدو د مجلې دغه کار اسلام او مسلمانانو ته سپکاوی بللی دی.
ولسمشر غني د شارلي ابېدو د مجلې دغه کار اسلام او مسلمانانو ته سپکاوی بللی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په پاریس کې د شارلي اېبدو د طنزیې مجلې له لورې د مسلمانانو پیغمبر ته منسوب، د جوړشوي کاریکاتور بیا خپرول په کلکو ټکو وغندل.

ښاغلي غني د شارلي اېبډو د اونیزې دغه کار د اسلام او د نړۍ د مسلمانانو سپکاوی وباله.

د جمهوري ریاست خپره شوې اعلامیه وايي چې ولسمشر غني دغه کار د مجلې یو ناسم او غیر مسولانه عمل بللی دی.

د شارلي ایبډو مجلې له هغې وروسته د مسلمانانو پیغمبر ته د منسوب شوي کارتون بیا چاپولو ته ملا وروتړله چې دوو برېدګرو یې پر دفتر برید وکړ او لږ تر لږه یې ۱۲ تنه ووژل .

په وژل شویو کې د دغې طنزیې مجلې یو شمېر کارتونستان او کار کوونکي هم شامل دي.

د فرانسې پولیسو بیا یوه ورځ ورسته، دغه دوه برېدګر چې وروڼه، ووژل .

د شارلي اېبډي دغه کار په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې تند غبرګونونه راوپارول.

په پاکستان کې د جمعې په ورځ د اسلامي ګوندونو پلویانو د مجلې په غندنې مظاهرې وکړې.

مظاهرې تر ډېره سوله ییزې وې، خو یوازي په یوه مظاهره کې چې په کراچۍ کې وشوه تقریبا ٢٠٠ تنو د فرانسې د قونسلگرۍ مخي ته د پولیسو سره اخ وډب وکړ.

مظاهره چیانو په پولیسو باندي د ډبرو ګوزارونه وکړل او پولیسو د اوبو په بمبو او د اوښکي بهوونکي گاز په استعمالولو سره مظاهره چیان په شا وتمبول. د فرانسې د خبري آژانس یو عکاس او نور درې تنه زخمي شوي دي.

د پاکستان حکومت د شارلي ایبدو د مجلې په دفتر باندي د تیري اونۍ حمله غندلې ده، مگر د هغه هیواد ډیر نور خلک فکر کوي چې د اسلام د پیغمبر د کاریکاتورونو خپرول اسلام ته زیات سپکاوی دی.

د ایران حکومت، په مصر کې او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې اسلامي بنسټونو د شارلي اېبډو دغه کار وغنده او هغه یې مسلمانانو او اسلام ته سپکاوی وباله.

د شارلي اېبډو پر دفتر برید هم په نړیواله کچه وغندل شو.

امریکا، برتانیا، جرمني او د اروپا یو شمېر نورو هېوادونو دغه برید د بیان د ازادۍ پر ضد بللی دی.

XS
SM
MD
LG