د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د پنجاب صوبې د پخواني والي قاتل اعدام شو


پاکستان د پنجاب صوبې، یو قدرتمند والي، قاتل اعدام کړ. دغه والي د ملک د بی دینۍ د قوانینو ضد ؤ.ممتاز قادري د پولیسو د خاصی قوې غړی چق د پنجاب د والي سلمان تاثیرمحافظ و ، د دوه زره یوولسم کال د جنورې په میاشت کې په اسلام اباد کی په رڼا ورځ کی دیرش ډزه وویشته .

قادري د دوشنبې په شپه د خپلی کورنۍ د غړیو سره لیدو نه وروسته ، سهار، د راولپنډۍ د اډیاله په زندان کې اعدام شو.د اعدام د خبر د خپریدو نه وروسته، د راولپنډۍ په شمول ، د ملک په څو ځایونو کی احتجاجونه وشول. په مهمو ځایونو کی د امنیت د ساتلو لپاره اضافی پولیس ځای په ځای شویدي. اسلام اباد ته، د ټولو غزیدلو سخت حفاظت کیږی.

سلمان تاثیر د پنجاب پخوانی والي خپل محافظ وژلی و
سلمان تاثیر د پنجاب پخوانی والي خپل محافظ وژلی و

په کال ٢٠١١ کې چې کله ممتاز قادري سلمان د بې دینۍ ضد قانون خلاف د یوې وینا په غبرگون کې ووژه ،نو ټوله نړۍ کې سخت غبرگونونه وښودل شو. ځکه چې قادري نه یوازې د سلمان تاثیر ساتونکی و بلکې په دې عمل ېې پاکستان کې یو شمیر ډلو خوښي هم وښودله. یو شمیر مدافع وکیلانو هغه ته د گلونو امیلونه ورکړل او د ده د دوسېې د دفاع دپاره ېې خپل خدمتونه وړیا ورکړل.

د کال ٢٠١١ په اکتوبر کې د پاکستان د ترهگرۍ ضد یوې محکمې ممتاز قادري ته د مرگ سزا واورله، وروسته د هیواد سترې محکمې هم دغه سزا قایمه وساتله.د سلمان تاثیر د قتل نه دوه اوونۍ وروسته د پاکستان د اقلیتونو د چارو وزیر شهباز بټي هم ووژل شو. بټي هم د بې دینۍ ضد قانون خلاف سیاستمدار و.

د ممتاز قادري د اعدام د خبر رسیدو نه پس د پاکستان ځینو برخو کې احتجاجونه وشول
د ممتاز قادري د اعدام د خبر رسیدو نه پس د پاکستان ځینو برخو کې احتجاجونه وشول

د بشر د حقوقو مدافعینو تر ډیر وخته دا ویل چې پاکستان د بې دینۍ ضد قانون نه غلطه استقاده کیږي او خلک ورنه شخصي گټې اخلي. دوي دا هم وايي چې کوم خلک د دغه قانون په اساس نیول کیږي ،هغو ته محکمې د انصاف دپاره شفاف امکانات هم نه برابروي ځکه چې د دوي په وینا د محکمو قاضیان ډاریږي که چرې دوي د بې دینۍ په جرم مرتکب شخص په حق کې فیصله وکړي نو دوي به هم د سخت غبرگون سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG