د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان صدراعظم قطر ته ځي.


د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني بله هفته قطر ته روان دی چي په هغو لارو چارو باندي خبري وکړي چي افغانستان ته سوله راشي.

پا کستاني چارواکو نن د شنبې په ورځ د هغه ددې سفر اعلان وکړ. هغوي وویل چي د پاکستان صدراعظم به د قطر د مشرانو سره د روغي جوړي په هغو کوششونو باندي خبري وکړي چي هدف یې د افغانستان د حکومت او یاغي طالبانو تر منځ د جگړو ختمیدل دي.

طالبانو تیره میاشت مخکي له دې چي د امریکا سره د سولي خبري چي توقع یې کیده پیل شي، اعلان کړی و چې په نظر کې لري په قطر کې یو سیاسي دفتر پرانیزي. د افغان طالبانو یوه هیات د مقدماتې بحثونو دپاره په قطر کې د امریکایي چارواکو سره کتلي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري ( حنا رباني کهر ) ددې هفتې په سر کي د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي سره وکتل او ویې ویل چي اسلام آباد دې ته تیاردی چي افغان طالبان دې ته وهڅوي چي د سولي خبرو ته کښیني، په دې شرط چي د افغانستان حکومت یې غوښتنه ورڅخه وکړي. هغې دا هم وویل چي پاکستان په افغانستان کي « کومه پټه آجندا » نه لري.

پاکستان د سولي په دې جریان کي ډیر مهم نقش لري، ځکه چي د طالبانو سره یې اړیکي پخوانۍ او تاریخي دي. او دا په یقین ویل کیږي چي د افغان طالبانو ډیر مشران په پاکستان کي اوسیږي.

XS
SM
MD
LG