د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د حکومت د پرځولو لاریون پیل شو


په زرگونو لاریونکونکي، د پنجشنبي په ماسپښین، د پاکستان د لاهور د ښار نه د اسلام اباد په لور روان شول. دوی د دې لپاره لاریون کوي چې د مسلم لیګ حکومت رانسکور کړي. دوی ادعا کوي چي مسلم لیګ په حکومت په هغه انتخاباتو کې واک ترلاسه کړی دی چې پکښې درغلی شوي دي.

عمران خان او قادری واېي چې د ٢٠١٣ کال عمومي انتخابات د درغلیو نه ډک وو. دوی غوښتنه کوي چي صدراعظم نوازشریف دې استعفی وکړې او د سره دې بیا انتخابات وشي. نواز شریف د تیر کال انتخابات په غوڅ اکثریت گټلي وو.

د عمران خان گوند تحریک انصاف غړي د اسلام اباد ته د مارش پر مهال
د عمران خان گوند تحریک انصاف غړي د اسلام اباد ته د مارش پر مهال

د غه دواړه گوندونه نن د موټرونو په کاروان کي جلا جلا په داسي ورځ خپل لاریون پیل کړ. نن د اګست څوارلسمه، د پاکستان د خپلواکی ورځ ده. داسي امکان نشته چې دغه کاروانونه دې د شپې تر ناوخته پوري اسلام اباد ته ورسیږي.

د پاکستان چارواکو مخکې ویلي دي چې د طاهرالقادری مارش ته په اجازه ورنکړې خو ورسته یی بیا ماسپښین ورته اجازه ورکړه.

د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي فرانس پرس خبرې آژانس ته وویل: «حکومت د پاکستان عوامي تحریک مارش اسلام آباد ته په دې شرط اجازه ورکړه چي دوی به سوله ییز وي، هیڅ وسله وال کس به په مارش کې برخه وا نخلي او د مارش یو برخه وال به هم قانون نه ماتوي»

تر دې مخکې، چارواکو ویلي دي چې دوی به د عمران خان ګوند تحریک انصاف ته، چي په تیرو انتخاباتو کي دریېم راغلی دی، ته اجازه ورکړې وه چي مارش دې وکړي.

تر اوسه نه ده معلومه چي دوی ته به اسلام اباد ته د ورننوتلو اجازه ورکړل شي. په اسلام آباد کې وار له مخکې لا سخت امنیت نیول شوی دی.

د ٢٠٠٠٠ څخه زیات پولیس او امنیتي ځواکونه ځاي پرځای شوي دي او تقریبا ښار ته د ننوتلو ټولې لارې د اغزن سیمونو او کانتینرونو په واسطه تړل شویدي.

حکومت داسلام اباد ته د ننوتلو عمومي لاری تړلې دی
حکومت داسلام اباد ته د ننوتلو عمومي لاری تړلې دی

د لاریون په پیل کي طاهرالقادری خپلو پلویانو ته وویل: «دغه مارش به په مکمله توگه سوله ییز او ډیموکراټیک وي.» هغه زیاته کړه: «موږ غواړو غریب خلک د غربت نه راخلاص کړو، زموږ انقلاب به رښتنی ډیموکراټیک سیسټم جوړ کړي»

د قادری پلویانو له مخي شکایت درلود چي حکومت د منافقت کوي. د هغه پلویان وايي د دوي د مشر د کور په شاوخوا کي امنیتي ځواکونو راتاو شوي دي، خو بل طرف ته بیا د پاکستان د تحریک انصاف گوند ته پوره اجازه ورکړل شوي چی خپلې مظاهرې وکړي.

عمران خان په لاهور کې د مارش د پیل پر وخت خپلو پلویانو ته په وینا کي وویل: «که تاسو کامیاب شی، نو په پاکستان کې به انصاف وي، او د ټولې نړۍ خلک به د پاکستان د زرغون پاسپورټ قدر کوي.»

خو نړوالو څارنکو چي د انتخاباتو څارنه یې کړې وه وویل چي انتخابات بې طرفانه تر سره شوي وو او د باور وړ ول. خو انتقاد کونکي واېي د تحریک انصاف گوند په دې باور ول چي انتخاباتو شفافیت نه درلودی.

پوځ څه لوبه کوي او څه رول لري؟

ځیني بیا د پاکستان تحریک انصاف او د عوامي تحریک گوندونه په دی تورن کړی چي د پاکستان طاقتوره پوځ یی ترشا ولاړ دی چې واکمن ملکي حکومت کمزوره کړي، او د نورو جدی ستونزو لکه په وزیرستان کي د طالبانو پرضد پوځي عملیاتو او د هیواد ا قتصاد څخه پام ورواړوي.

د دوشنبي په ورځ قادری فرانس پرس خبرې آژانس ته وویل چي دی د ټکنوکراټانو یو ملي حکومت غواړي چي پکښي کارپوهان شامل وي.

یو داسې هیواد چي په خپل ٦٧ کلن تاریخ کې یې درې پوځي کودتاوي تجربه کړي وي، کله چي سیاسي بحران وي نو د پوځ د راتگ خطر تل موجود وي

سیاسي څیړونکي او لیکونکي امتیاز گل واېې: «د تشدد او د وینو د تویدو رښتنی خطر موجود دی» خو هغه زیاته کړه چي د کودتا امکان نښته خو کیداسي د ملکي حکومت د کمزوره کیدو سبب شي.

امتیاز ګل فرانس پریس خبرې آژانس ته وویل: «پخوانیو تجاربو او د هیواد اوسني وضعیت او د نړۍ حالاتو ته چي وکتل شي ، ددی امکان نشته چې پوځ دې واک تر لاسه کړي»

په اسلام اباد کي داسې آوازې دې چي پوځ د نوازشریف د حکومت سره په دی وجه خوشحاله نه دی چي د په پخواني پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف یې د غداری تور لګولی او هغه یې محاکمه ته کش کړی دی.

د نواز شریف په مشرۍ د پاکستان اوسنی واکمن ګوند مسلم لیگ لپاره دغه لاریون تر ټولو لوی چیلنج دی. د پاکستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د نواز شریف حکومت د یو بل منتخب حکومت نه واک تر لاسه کړ.

نواز شریف خبرداری ورکړی چې هېچا ته به اجازه ورنکړي چې گډوډي جوړه کړي او د اساسي قانون سره لوبې وکړي.

XS
SM
MD
LG