د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: که نوازشریف استعفا ورنکړي، پارلمان نیسو

پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان
پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان

د عمران خان تحریک انصاف گوند په پارلمان کې دریم لوی سیاسي قوت دی. عمران خان په خلکو غږ کړی چې حکومت ته دې مالیه او بیلونه نه ورکوي. هغه ویلي که نوازشریف په دوو ورځو کې استعفا ورنکړي نو د ده پلویان به د پارلمان ودانۍ ونیسي.

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف په بلنه د صدراعظم په دفتر کې د لوړې کچې یوې غونډه وشوه او په دغه غونډه کې د عمران خان غوښتنه رد شوه او غیر قانوني او غیر اساسي وبلل شوه.

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف په بلنه د صدراعظم په دفتر کې د لوړې کچې یوې غونډه وشوه
د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف په بلنه د صدراعظم په دفتر کې د لوړې کچې یوې غونډه وشوه

د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار یو خصوصي ټلویزیون سره په خبرو کې د عمران خان دغه گام غیر قانوني بللی، او د اطلاعاتو وزیر پرویز رشید دغه غوښتنه یو ټوکه وبلله. دغو دواړو وزیرانو ویلي دي چې حکومت د اساسي قانون په چوکاټ کې د عمران خان هغه غوښتنه چې، په انتخاباتي سیستم کې دې اصلاحات راوستل شي، مني.

د پاکستان د کورینو چار وزیر، چوهدري نثار د یکشنبې په شپه اعلان وکړ چي حکومت پریکړه کړې چې د عمران خان تحریک انصاف او د طاهرالقادری د پاکستان عوامي تحریک سره د مذکراتو دپاره دوی جلا جلا کمیټې جوړوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دغه اعلان لږ وروسته په یو خبرې کانفرنس کې وکړ. عمران خان د مدني نافرماني اعلان په هغه احتجاجي ناستې کې اعلان کړ او حکومت ته ېې د دو ورځو مهلت اعلان کړ.

چوهدري نثار وویل چې د خبرواترو لپاره به کمیټې جوړوي. هغه زیاته کړه چې دغه به حکومتي کمیټې نه وي او د کمیټې غړي به د خپلو گوندونو استازیتوب کوي. دوی به خپل کار د دوشنبې په ورځ پیل کړي.

د پاکستان د عوامې تحريک د ګوند مشر ډاکټر طاهرالقادري د پاکستان لومړي وزیر نواز شريف ته د استعفا ورکولو او د اسامبلو د منحلولو لپاره ٤٨ ساعته وخت ټاکلی دی.

طاهرالقادري، چې له خپلو زرګونو پلويانو سره يې د پنجشنبې راهيسې د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د حکومت پرضد په پراخو لاريونونو لاس پورې کړى دی. هغه د يکشنبې په ورځ خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال، پر لومړی وزیرنواز شريف غږ وکړ، چې په راتلونکو ٤٨ ساعتونو کې دې استعفا ورکړې.

XS
SM
MD
LG