د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کډوال بیرته یونان ته وګرځول


سږکال ٨٨٦ زره خلک د ښه ژوند په لټه اروپایي هیوادونو ته تللي دي
سږکال ٨٨٦ زره خلک د ښه ژوند په لټه اروپایي هیوادونو ته تللي دي

پاکستان هغې الوتکې ته د اسلام اباد په هوایي ډگر کې د ښکته کیدو اجازه ورنکړه چې له یونان څخه کډوال په کې بیرته رالیږل شوي وو. په دغه الوتکه کې دیرش پناه غوښتونکې سپاره و او د اسلام اباد څخه بیرته والوتله.

وروسته له هغه چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان وویل اسلام اباد هغه موافقه لغوه کوي چې په اساس یې هر کال په زرگونه کډوال بیرته په زور ستانه کیږي، د اروپایي اتحادیې یو جگپوړي چارواکي تیره اونۍ ویلي و چې پاکستان باید موافقې ته ژمن اوسي چې له اروپا نه بیرته ستانه کړل شوي اتباع ومني.

هر کال شاو خوا ٥٠ زره پاکستانیان د کار لپاره په قانوني ډول اروپا ته ځي. د اروپایي اتحادیې ارقام ښیي چې تیرکال تقریباً ٢١ زره پاکستاني کډوال چې په اروپایي هیوادونو کې له اسنادو پرته اوسیدل، بیرته خپل هیواد ته واستول شول.

خو د پاکستان د کورنیوچارو وزیر وویل چې د پنجشنبې په ورځ له یونان څخه بیرته ستانه شوي دریش تنه کډوال تحقیق او بررسي شوي نه و. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼې کې راغلي "د کورنیو چارو د وزیر په امر د حکومت تحقیقاتي ادارې د بیرته راستانه شویو کډوالو الوتکې ته د ناستې اجازه ورنکړه."

د اروپایي اتحادیې سره د دې ستونزې د هواري سربیره ښاغلي خان د دې دریش تنو کډوالو د نه منلو لامل څرگند نه کړ. په پاکستان کې د اروپایي اتحادیې ماموریت هم په دې هکله غبرگون ندی ښودلی.

د کډوالو ترمنځ نښته

د رویترس خبري اژانس د یوه عیني شاهد له قوله لیکي دی چې د یونان او مقدونې په پولې باندې د سې شنبې په ورځ د پولیسو او څه د پاسه زرو تنو کډاولو ترمنځ چې اکثره یې پاکستانیان و او هڅه کوله چې د کتارو نه واړوي، نښته وشوه او پولیسو دغو کډوالو باندې اوښکې بهونکي گاز استعمال کړل.

وروسته بیا کډوالو د سوريایي او د هغو کډوالو پر مخ د لارې د بندیدو هڅه وکړه چې د پناه غوښتونکو په توگه ورته لاره ورکول کیدله. دغو پاکستاني کډوالو چیغې وهلې 'که مونږ نه تیریږو، نو هیځ څوک به نه تیریږي'

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې کمشنر ولیم سپندلر تیره اونۍ په ژینو کې وویل چې تر اوسه پورې سږکال ٨٨٦ زره خلک د ښه ژوند په لټه او د جگړو له ویرې اروپایي هیوادونو ته راغلي دي چې د تیرکال په پرتله څلور چنده زیات خلک ښودل شوي دي.

د دې خلکو نیمایي د سوریې له جگړې تښتیدلي دي او اکثریت یې د سمندر له لارې ځانونه اروپا ته رسولي دي.

XS
SM
MD
LG