د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: په واګې راکړه ورکړه "اپټا" کې شامله نه ده


افغان حکومت له پاکستان غواړي چې افغان سوداګرو ته دې هندوستان سره د سوداګرۍ لپاره د واګې بندر پرانیځي.
افغان حکومت له پاکستان غواړي چې افغان سوداګرو ته دې هندوستان سره د سوداګرۍ لپاره د واګې بندر پرانیځي.

پاکستان د افغان سوداګرو پرمخ د واګې د بندر د پرانیستلو په هکله د افغان حکومت غوښتنه رد کړې او ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په تړون " اپټا " کې هندوستان سره سوداګري شامله نه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تیرماښام ناوخته په یوه اعلامیه کې د دغه هیواد له لارې هندوستان سره د واګې په بندر کې د افغان سوداګرو د راکړې ورکړې په هکله د افغانستان د جمهوررئیس وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي چې که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ تړون "اپټا" کې افغان سوداګرو ته د واګې د بندر له لارې د راکړې ورکړې مسله شامله نه ده، خو بیا هم دغه هیواد د ښه نیت له مخې افغان سوداګرو ته د واګې له لارې د تازه میوو ترانزیټ اجازه ورکړې ده.

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیا د ځانګړي استازي اوین جینکینس سره په کتنه کې ویلي، چې افغانستان نور په وچه کې ایسار هېواد نه دی او دا هیواد اوس د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد لپاره ګڼې ترانزیټي لارې په مخ کې لري.

تیره ورځ هم جمهوررئیس غني په ارګ کې یوې غوڼډې ته وویل، چې افغانستان د کوم هیواد بندر باندې متکي نه دی.

جمهوررئیس غني وویل " مونږ د کوم چا بندر پورې تړلي نه یو چې لاره مو بنده کړي ".

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان حکومت د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ تړونونو او پرنسیپونو ته په احترام سره د افغانستان مالونه واګې ته پریږدي.

هغه وویل، که چیرته پاکستان بیا هم دغه لاره بنده وساتي، افغانستان به بلمثله عمل وکړي او منځنۍ اسیا ته به د پاکستان پر مالونو بندیز ولګوي.

په پاکستان کې یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي، چې هندوستان د جمهوررئیس محمد اشرف غني د سفر په درشل کې د واګې د بندر په هکله د هغه څرګندونې تر ډیره سیاسي بڼه لري.

دغې سرچینې هندوستان سره د پاکستان کړکیچنو اړیکو ته په کتنې ویلي، چې پاکستان په اوس وخت کې افغان سوداګرو ته د واګې په بندر کې هندوستان سره د راکړې ورکړې اجازه نه شي ورکولی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې د تیرې عیسوي میاشتې له ۱۹ څخه د ۳۱ ورځې پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن – سپین بولدک د لارې د بندیدلو په باب ویلي، چې دا بندر د افغانستان په خوا کې د پاکستان بیرغ ته د اور د اچولو له امله تړل شوی وو، چې بیا وروسته د دواړو خواو له خوا په راتلوونکي کې د دغسې پیښو د تکرار د مخنیوي لپاره په یو لړ اقداماتو د موافقې وروسته بیرته پرانیستل شو.

افغانستان د پاکستان سره د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په ۲۸ مه د سوداګرۍ او ترانزیټ نوی تړون لاسلیک کړ چې له مخې دواړو هیوادونو سوداګرو ته ددې امکان ورکړل شوی چې د دغو هیوادونو له لارې نورو هیوادونو سره هم راکړه ورکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG