د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان نن د تورخم او چمن – سپین بولدک دروازې پرانیستې


پاکستان ۳۳ ورځې وړاندې افغانستان سره خپلې لارې د هرډول تګ راتګ لپاره په یو اړخیز ډول ټړلې وې
پاکستان ۳۳ ورځې وړاندې افغانستان سره خپلې لارې د هرډول تګ راتګ لپاره په یو اړخیز ډول ټړلې وې

په ننګرهار او کندهار کې ولایتي چارواکي وايي، پاکستاني سرحدي چارواکو نن شاوخوا اوه نیمې بجې له ۳۳ ورځو بندیدلو وروسته افغانستان سره په تورخم او چمن – سپین بولدک کې خپلې دروزاې د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستلې.

دننگرهار والي ویاند عطاالله خوگیاڼی امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دتورخم دروازه د مسافرو او سوداگرو پر مخ نن سهاراوه بجېپرانیستل شوه.

هغه وویل، پاکستاني سرحدي چارواکي یوازې هغو کسانو ته د تورخم په لار د تگ راتگ اجازه ورکوي چې قانوني اسناد ولري.

د ننګرهار د والي ویاند وویل پر دروازه سوداگریزو موټرو همتگ راتگ پیل کړی دی.

خوگیاڼی وویل چې دننگرهار والي په لارښوونه دمسافرو د انتقال او تورخم کې یې د خدمت په موخه ترانسپورټي او روغتیایي آسانتیاوې برابرې شوې دي.

د کندهار په سپین بولدک کې د افغان پولیسو سرحدي کمیسارۍ چارواکو هم امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې

د چمن ـ سپين بولدک دروازه نن سهار اوه نیمې بجې د هر ډول تگ راتگ پر مخ پرانيستل شوې ده.

د سپين بولدک د سرحدي کميسارۍ د دفتر چارواکو وویل چې تر ټولو مخکې تر دوو سوو زيات هغه افغان مسافر پر دغه دروازه افغانستان ته راغلل چي له تيرې يوې مياشتې راهیسې په پاکستان کې بند پاته وو.

د کندهار د امنيه قومندان سکرتر غورځنگ افريدي هم امريکاغږ ته وويل چې د ورانکارو کړنو د مخ نيوي لپاره د ملي امنيت سرحدي او امنیې پوليسو گډ کاري ټيم پر دروازه افغانستان ته د راتلونکو کسانو او بار وړونکو لاريو دقيقه تلاشي اخلي.

د پاکستان صدراعظم میاه نواز شریفد دوشنبې په ورځپه عاجله توګه افغانستان سره په تورخم او چمن – سپین بولدک کې د خپلو سرحدي دروازو د بیرته پرانیستلو امر ورکړی وو.

پاکستان د روان هجري شمسي کال د دلوې په ۲۹ افغانستان سره په تورخم او چمن – سپین بولدک کې خپلې سرحدي دروازې د دغه هیواد په یو شمیر ښارونو کې د تروریستي بریدونو وروسته وتړلې او هم یې د افغانستان په دوو سرحدي ولایتونو په سلګونو توغندي وویشتل.

افغان حکومت د پاکستان له خوا د تورخم او جمن – سپین بولدک سرحدي لارو د پرانیستلو هرکلی کړې، خو ویلي دي چې د لارو بندول د ستونزو حل نه دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند شاحسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې افغانستان او س یوې لارې ته اړ نه دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم نن په یوه اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستونزو د حل په برخه کې د یو لړ پرمختګونو خبر ورکړی او ویلي دي چې د تروریزم سره د یو شان مبارزې په برخه کې یو لړ ګامونه اخیستل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي " افغانستان تروریزم د دواړو هیوادونو او سیمې لپاره د یو ګډ ګواښ په توګه پیژني او د تروریزم د پدیدې پر وړاندې ګډو همکاریو ته ژمن دی. افغانستان تل ټینګار کړی چې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برحه کې دواړو هیوادنو رغنده همکاري د دواړو هیوادنو د خلکو په ګټه تمامیدی شي او کیدای شي چې دا برخه په لازیاتو همکاریو لا پیاوړې کړو ".

افغان حکومت د پاکستان له خوا په یو اړخیز ډول د لارو بندولو او د توغندیو د ویشتلو له امله ملګروملتونو ته شکایت هم کړی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG